د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د سیلاب ځپلو سره د مرستو په ویشلو باندې بحث کوي


پاکستان د سیلاب ځپلو سره د مرستو په ویشلو باندې بحث کوي
پاکستان د سیلاب ځپلو سره د مرستو په ویشلو باندې بحث کوي

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د ټولو سیاسي ګوندونو یوه غونډه رابللې چی د مرستو د هغو پیسو د ویشلو په باب فیصلې وکړی چی د وروستیو سیلابونو ځپل شوو خلکو د پاره پاکستان ته ورکړه شوي دي.

ښاغلي ګیلاني نن د شنبې په ورځ پارلمان ته وویل چی دی غواړي د مخالفو ګوندونو له خوا په دې باب په یوې ډیري ښې ستراتیژۍ باندی روغه جوړه راسي. هغه وویل چی د ژغورني ۴٧ ملیون ډالره هغه وجهي صندوق ته ورکړه شوي چی دده له خوا تاسیس شوی دی.

د پاکستان په حکومت باندي ددې بحران د اجرااتو له کبله فشارونه زیات شوي دي او ډیر سیلاب ځپلي خلک د حکومت په اجرااتو باندي په قهر دي.

د ملګرو ملتو د مهاجرینو اداره وایی که څه هم چی د سیلابونو د اوبو د کمیدو سره ډیر خلک بیرته خپلو سیمو ته را ستانه کیږي، مګر په ملک کي بشري وضع په عمومي توګه ډیره خراپه ده.

ددغي ادارې نطاق ( اډریان ایډورډز ) وویل چی دده اداره په خاص ډول د لویدیز بلوچستان په باب اندیښمنه ده، ځکه چی دغي سیمي ته کمه پاملرنه شوې ده.

XS
SM
MD
LG