په پاکستان کې د پنجاب ایالت د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې یوځل بیا په سوتلج، راوي، چېناب او نورو سیندونو کې د اوبو د زیاتېدو او ممکنه شدیدو سېلابونو خبرداری ورکړی دی.
د رپوټونو په اساس، د پاکستان د پنجاب او خیبرپښتوانخوا په ایالتونو کې د وروستیو سېلابونو له کبله، شاخوا ۸۰۰ کسان مړه شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ له مخې، د جون میاشتې له وروستیو راهیسې په پاکستان کې د سېلابونو له کبله څه باندې یو میلیون کسان متاثره شوي دي.
د دې سازمان د بشري مرستو د هماهنګۍ ادارې ویلي دي چې لرې پرتې غرنۍ سیمې ترټولو اړینو مرستو ته اړتیا لري، خکه د ځمکې ښوویدنې له کبله دغو سیمو ته ورتګ بند شوی او اوسېدونکي یې د بیماریو، لوږې او د اوبو له کموالي سره مخامخ دي.
په پاکستان کې د موسمي بارانونه او اقلیمي بدلون د دې سېلابونو عمده علت ښودل کیږي.
د پنجاب ایالت د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې رسنیو ته ویلي دي چې په دې ایالت کې ژغورونکي د ایسار پاتې شویو کسانو د ژغورنې لپاره له بې پیلوټه یا ډرون الوتکو څخه کار اخلي.
فورم \ دبحث خونه