د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: تورخم د پاسپورټ او ویزې پر مسله تړل شوی


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په نړۍ کې د نورو هیوادونو په څیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ هم د خلکو تګ راتګ باید د پاسپورټ او د اعتبار وړ ویزو پر اساس ترسره شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۱۸ ( مرغومې ۲۸) اسلام اباد کې د یو خبریال ددې پوښتنې په اړه چې د یوې خوا د پاکستان اقتصادي وضعیت ښه نه دی او د بلې خوا یې افغانستان سره نږدې ټولې سرحدي لارې تړلي دي وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ باید د پاسپورت او ویزې پراساس وشي.

میرمن ممتاز زهره بلوڅ وویل چې په ټوله نړۍ کې د سفر لپاره د پاسپورټ او ویزې څخه کار اخیستل کیږي او پاکستان اوس دا ډاډ ترلاسه کول غواړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ د پاسپورټ او ویزې پراساس ترسره شي.

میرمن بلوڅ وویل: "مونږ هیله لرو چې زمونږ افغان ګاونډیان کله چې پاکستان ته سفر کوي د معتبرو اسنادو اهمیت درک کړي".

د پاکستان حکومت د تیرې شنبې د ورځې جنورۍ ۱۳( مرغومې ۲۳) راهیسې د تورخم سرحدي لار د ترانزیټي مالونو د تګ راتګ پرمخ تړلې ده.

په تورخم کې د طالبانو چارواکو ویلي چې دا لار وروسته له هغې وتړل شوه چې پاکستاني سرحدي مامورنیو د ترانزیټي مالونو د لاریو د افغان موټرچلوونکو څخه د پاسپورټ او پاکستان د ویزو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نور محمد حنیف ویلي چې د پاکستان د حکومت ددې پریکړې وروسته طالبانو هم د پاکستاني موټر چلوونکو څخه ورته غوښتنه وکړه چې ورسره دواړو خواو ته د ترانزیتي مالونو بار موټرو تګ راتګ بند شوی دی.

د پاکستان حکومت د تیر ۲۰۲۳ کال پریکړه وکړه چې د نومبرد میاشتې د لومړۍ ورځې وروسته به هېڅ افغان ته له پاسپورټ او ویزې پرته پاکستان ته د داخلیدو اجازه ورنکړي.

د پاکستان حکومت د 'یو سند رژیم' په نوم د دغې تګلارې هدف دغه هیواد ته د ترهګرو او قاچاق کوونکو په ګډون دغیرقانوني تګ راتګ مخنیوی ښودلی دی.

د بلې خوا افغان سوداګر وايي چې ددغې لارې د بندیدو وروسته د خوراکي توکو، تازه میوو او ترکارۍ بار په سلګونو موټر د تیرو شپږو ورځو راهیسې د سرحد دواړو خواو ته بند پاتې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غلام خان سرحدي لارې پرته نورې ټولې لارې د ترانزیټي مالونو د لیږد رالیږد پرمخ تړلي دي.

ښاغلي الکوزي وویل: "دوی پاسپورټ غواړي ویزه غواړي او هغه د افغان ډرایورانو سره نشته دی. د سپین بلودک لار خلکو بنده کړې نو د غلام خان په لار یو څه موټر ځي راځي مګر نورې لارې بندې دي په زرګونو موټر دواړو خواو ته ولاړ دي هم پاکستان ته د ورځې په لکونو ډالر توان رسیږي هم مونږ ته میوه خرابیږي مواد خرابیږي بل دا دی چې زمونږ کانټینرې دي باید بیرته لاړې شي کراچۍ ته د کمپنۍ ډیمرج هم راځي ".

تورخم کې د طالبانو چارواکي وايي چې تراوسه ددغې لارې د بیرته خلاصیدو لپاره پاکستاني مامورینو سره خبرو کومه نتیجه نه ده ورکړې.

د تورخم د لارې سربیره د سپین بولدک – چمن لار د تیرو دریو میاشتو څخه د زیاتې مودې راهیسې پاکستان حکومت د 'یو سند رژیم' په نوم د تګلارې سره د مخالفت له امله د سیمې د اوسیدونکو له خوا تړل شوې ده.

په چمن کې په زرګونو پرلت کوونکي د پاکستان له حکومت غواړي چې پر دغه لار دې د پخوا په څیر د پاسپورټ او ویزې د لګیدلی شرط پرته دوی ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG