د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ۸۰میلیون کرونا ځپلیو ته پېسې ورکوي


کرونا په پاکستان کې تر دې دمه شاوخوا ۶۵ کسان مړه کړي
کرونا په پاکستان کې تر دې دمه شاوخوا ۶۵ کسان مړه کړي

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د دغه هېواد له شاوخوا ۸۰ میلیونه هغو کسانو سره به مالي مرسته کوي چې د کروناویروس له کبله زیانمن شوي‌دي.

د پاکستان حکومت وايي‌ چې په ټول هېواد کې یې ۱۲ میلیونه کورنۍ په نښه کړي چې په مالي لحاظ د کرونا د قرنطین په مهال تر نورو یې ډېر زیان لیدلی دی.

هرې کورنۍ ته به تقریبآ ۷۰ډالر ورکول کیږي. دا ۱۲ میلیونه کورنۍ شاوخوا ۸۰ میلیونه کسان کیږي.

د پاکستان حکومت د پنجشنبې په ورځ اپریل لسمه (وري۲۲) د کرونا ځپلو سره د مرستې دا اعلان وکړ چې ټولټال ۹۰ میلیون ډالر کیږي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان وویل هغه پوهیږي چې د کرونا د قرنطین په مهال تر ټولو ډېر د سړک د غاړې سوداګر، کراچیوانان، مزدوران/کاریګر او نور د ټیټ عاید لرونکي خلک ډېر زیانمن شوي‌ دي.

له بې وزلو سره د دغو مالي مرستو مسؤله "ثانیا نشتار" وايي‌ چې حکومت په ټول پاکستان کې ۱۷۰۰۰ ځایونه جوړ کړي چې بې وزلو ته دا نقدي مرسته ورسول شي. هغې په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې ټولټال ۱۲ میلیونه کورنیو سره به مالي مرسته وشي.

پاکستان داسې مهال دا مالي مرسته اعلانوي چې په دغه هېواد کې څه باندې ۴۵۰۰ کسان په کرونا اخته شوي ‌او شاوخوا ۶۵ کسان مړه شوي دي.

د پاکستان حکومت هلته ګرځبندیز اعلان کړی او ټول کاروبارونه بند دي. صدراعظم عمران خان وویل چې حالت ته په کتو به ورو ورو هر څه بېرته پرانیستل شي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو چې دا مهال د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو او سیمو کې خلک پرې اخته شوي دي.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون شمیرو په اساس د جمعې تر سهار پورې کرونا په ټولې نړۍ کې ۹۶۷۸۷ کسان مړه کړي او څه باندې ۱.۶ میلیون نور پرې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG