د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د لنډ وخت لپاره د تورخم او چمن لارې خلاصوي


پاکستان د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر تورخم او چمن دروازې تړلې
پاکستان د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر تورخم او چمن دروازې تړلې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغان حکومت د هڅو او بشري خواخوږۍ له مخې له افغانستان سره د تورخم او چمن لارې د لنډ مهال لپاره خلاصوي.

دغه وزارت نن شنبه اپرېل ۴(وري۱۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د یادو لارو په خلاصېدو سره به په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته خپل هیواد ته د ستنېدو زمینه برابره شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي: "د تورخم او چمن ځمکنۍ لارې به د روان ۲۰۲۰ کال د اپرېل له شپږمې څخه تر نهمه پورې د افغانانو لپاره د اسانتیاو رامنځته کېدو لپاره پرانیستل شي."

پاکستان همدارنګه زیاته کړې چې د یو ګاونډي په صفت د کرونا ویروس نړیوالې اوبا مخنیوي په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.

یاد هیواد د تېرې مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه د کرونا ویروس مخنیوي په هدف لومړی د چمن ـ سپین بولدک او تر هغه ۱۶ ورځې وروسته یې تورخم دروازه هم له افغانستان سره د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.

تر دې مخکې په اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل هم د پاکستان له حکومت څخه د لارو د خلاصېدو غوښتنه کړې وه.

ښاغلي مشعل نن شنبه د یادو لارو خلاصېدو په اړه پر خپل ټوېټر لیکلي:"تورخم او سپین بولدک لارې به داپریل میاشت له شپږم نه تر نهم تاریخ پورې، ددرې ورځو لپاره، په یو طرفه ‌‌‌‌‌‌ډول خلاصې شي او هره ورځ به له هرې لارې تر زر نفر و د اوښتو زمینه سازي وشي."

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس په پاکستان کې تر دا مهاله ۲۷۰۸ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۴۰ تنه ورڅخه مړه شوي دي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو چې وروسته یې د نړۍ ۱۸۱ هیوادونو ته وغځېدی.

په افغانستان کې هم کرونا ویروس باندې ۲۹۹ تنه اخته شوي، ۷ تنه ورڅخه مړه شوي او ۱۲ تنه ورڅخه روغ شوي دي.

د ننګرهار چارواکو تېره اونۍ خبر ورکړ چې له پاکستان څخه راستنېدونکي کسان به د څو اونیو لپاره په تورخم کې قرنطین کړي.

XS
SM
MD
LG