د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د "سوپر سونیک" توغندي لګیدلی; چارواکي یې ملامتي په هند اچوي


د پاکستان د پوځ ویاند جنرال بابر افتخار.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال بابر افتخار.

د پاکستان پوځ وایي د هند یو سوپر سونیک توغندی پدې هیواد کې پریوتی چې د ملکیانو کورونو ته یې زیان رسولی خو څوک پکې وژل شوي ندي.

د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال بابر افتخار په راولپنډۍ کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان د دې توغندي چې وسله ورپورې نه وه تړل شوې، وارول بربنډه سرغړاونه بولي او د دا شان پیښو د بیا تکرار کیدو لپاره یې خبرداری ورکړي.

جنرال افتخار دا پارونکی اقدام وباله او زیاته یې کړه ، " دا چې د دې پیښې سبب څه شی دی هند یې باید وضاحت ورکړي.

هند تر اوسه د پاکستان ددې ادعا په هکله څه ندي ویلي.

خو د پاکستان د پوځ دې چارواکي وویل چې د هوا څخه هوا ته واریدونکی دا توغندی د هند د سرسا د ښار څخه وار شوی او د پاکستان د توغندیو د دفاع سیستم د واریدو څخه ځمکې ته تر پریوتو پورې دا توغندي په دوامداره توګه څارلی.

توغندی د پاکستان خاورې کې ۱۲۴ کیلو متره دننه د پنجاب په ایالت کې لګیدلی خو څوک پکې وژل شوي او یا ټپي شوي ندي.

د پاکستان د پوځ همدارنګه وویل په کوم ځای کې چې توغندی لګیدلی هلته حساسي نظامي تاسیسات نشته او یوازې د ملکي خلکو جایدادونو ته پک زیان رسیدلی.

په همدې حال کې د پاکستان د هوایي ځواک یو جګپوړي افسر ویلي چې د هوایي چلند متخصصین به د دې چټک توغندي پرچي وڅیړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام آباد کې د هند شاردافیر ورغوښتی و چې د دې توغندي د واریدو په هکله په رسمي توګه اعتراض وکړي.

د وزارت په اعلامیې کې د توغندي واریدنه د پاکستان د هوایي فضا څخه "بې دلیله" سرغړاونه بلل شوې او پدې هکله د هر اړاخزیو او شفافو پلټونو غوښتنه پکې شوې.

پاکستان او هند د ۱۹۴۷ راهیسې چې د بریتانیې څخه ازاد شوي، درې ځله یې جګړې کړي.

XS
SM
MD
LG