د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: یو هلک سره په ویدیو لیدل شوې نجونې وژل شوي


د شمالي وزیرستان په قبائیلي سیمه کې دوه نجونې هغه وخت ووژل شوې چې په ټولنیزو رسنیو کې د هغوی یوه ویدیو خپره شوه.

د پاکستان د ډاون ورځپاڼې ویلي چې د موبایل تیلیفون په واسطه اخیستل شوې دغه ویدیو تیر کال ریکارډ شوې خو پدې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده.

په ویدیو کې درې نجونې او یو هلک ښکاري چې دادوه نجونې ښکلوي.نجونې چې عمرونه یې ۱۶ او ۱۸ کلن ذکر شوي، اوس وژل شوي دي.

یو پولیس منصبدار چې دغه پیښه څیړي د امریکاغږ ډیوه رادیو ته د نوم د نه ذکر کولو په شرط ویلي چې ددې پیښې په اړوند څلور، پنځه کسان نیول شوي دي چې په کې د نجونو پلار، تره او د تره زامن او همداشان ویدیو جوړونکی شخص شامل دي.

پوليس وایي دا پیښه د شمالي وزيرستان په لرې پرته غريزه علاقه ګړيوم کې شوې چې د جنوبي وزيرستان سره پوله لري او د ډیورېنډ کرښې ته نژدې ده.

د غیرت په نوم وژنې څلور کاله مخکې په پاکستان غیر قانوني اعلان شوي، خو لا هم پدې هیواد کې د سلګونو ښځو او نجونو ژوند ګواښي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون دغه وروستۍ پیښه غندلې او ویلي دي چې عاملین یې باید د قانون منګلو ته وسپارل شي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې په پاکستان کې هر کال نژدې ۱۰۰۰کسان چې اکثریت یې ښځې دي د غیرت په نوم وژل کیږي.

XS
SM
MD
LG