د لاس رسي وړ اتصالات

سیاسي ډلو لارې بدلې کړې، آیا د عمران خان حکومت به ختم شي؟ 


سیاسي ګوندونو د پاکستان د صدراعظم په ضد لاس یو کړی

د پاکستان د صدر اعظم عمران خان د حکومت د راتلونکي په اړه هغه وخت اندېښنې او پوښتنې پیدا شوې چې د حکومت د ایتلافي ګوند متحده قومي غورځنګ (MQMP) د مخالفو سیاسي ګوندونو سره د یو ځاي کېدو راپورونه خپاره شول.

د متحده قومي غورځنګ دوو وزیرانو، فروغ نسیم او امین الحق، د عمران خان له حکومت څخه استعفاوې کړي او خپلې استعفاوې یې د صدراعظم دفتر ته استولې دي. د عمران خان په کابینې کې ښاغلی نسیم د قانون او ښاغلی امین الحق د معلوماتي تکنالوژۍ وزیران وو.

راپورونه وايي چې ښاغلی خان د کابينې یوه بېړنۍ غونډه هم بللې وه.

د متحده قومي غورځنګ او اپوزیسون د نورو سیاسي ګوندونو د یو ځای کېدو په ترڅ کې به ممکن عمران خان په پارلمان کې اکثریت وبایلي.

د پاکستان قومي اسمبلۍ ټولټال ۳۴۲ څوکۍ لري او د پاکستان د صدراعظم کېدو لپاره باید ۱۷۲ رایې ترلاسه کړل شي.

دا مهال د پاکستان واکمن ګوند «تحریک انصاف» ۱۶۶ غړي او څوکۍ لري او د دغه نوي سیاسي ایتلاف څخه وروسته به د حکومت د مخالفو ګوندونو د څوکیو شمېر ۱۷۶ ته پورته شي. په دې اساس داسې نه برېښي چې عمران خان به له ملي اسمبلۍ څخه د باور رایه ترلاسه کړای شي، که داسې وشي، حکومت به یې ختم شي.

د پاکستان د قانون له مخې د صدراعظم څخه د باور رایو د اخیستلو لپاره باید په یوې اوونۍ کې دننه په پارلمان کې رایه اچوونه وشي. د عمران خان ګوند هڅه کوي چې د دې کار مخه ونیسي.

د امریکا غږ ډیوې څانګې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر شیخ رشید له خولې لیکلي دي چې صدر اعظم عمران خان به نن د چهارشنبې په ماښام ولس ته وینا کوي. لا معلومه نه ده چې د ده د خبرو مهم ټکي څه دي. خو هغه دا خبره کړې ده چې د هغه په ضد «یو نړیوال سازش» پیل شوی دی، مګر په دې اړه یې نور جزیات ورکړي نه دي.

تر دې مخکې د پاکستان د حکومت سیاسي ګوندونو په اسلام اباد کې د عمران خان په ضد لويې مظاهرې وکړې او له واک څخه یې د هغه د لېرې کېدو غوښتنه کوله. سیاسي ګوندونه عمران خان تورنوي چې خپلې ژمنې یې پوره کړي نه دي او د صدراعظمۍ «لایق» نه دی.

XS
SM
MD
LG