د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: د نه باور رای ګیري "بهرنۍ دسیسه" ده


لس ګونو زرو کسانو د پاکستان په پایتخت اسلام آباد کې پداسې حال کې د صدراعظم عمران خان په پلوۍ مظاهرې کړي چې ښایي د اپریل د میاشتې په ۴ مې د دې هیواد په پارلمان کې د ښاغلي خان په واک کې د پاتې کیدو یا نه پاتې کیدو د پریکړې لپاره د نه باور رای ګیري وشي.

ښاغلي خان د نه باور رای ګیري بهرنۍ دسیسیه وبلله او ادعا یې وکړله چې د بهر څخه ورسره مالي مرستې کیږي.

سره لدې چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند د یکشنبې مارچ ۲۷ (وري۷) دا جلسه د خپل سیاسي قوت د ښودلو لپاره رابللې وه خو په پاکستان کې څیړونکي پدې اند دي چې په پارلمان کې دا رای ګیري د ښاغلي خان د حکومت لپاره تر ټولو جدي ستونزه ده.

د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان، عمران خان په ۲۰۱۸ کال کې صدراعظم وټاکل شو.

عمران خان پخپلې وینا کې ادعا وکړله چې د سیاسي مخالفینو لخوا د نه باور رای ګیري بهرنۍ دسیسه ده چې هدف یې د واک څخه د هغه لیرې کول دي.

ښاغلي خان وویل، " په پاکستان کې د حکومت د بدلولو لپاره د بهر څخه مالي مرستې را روانې دي. زمونږ د خپلو خلکو څخه ګټه اخیستل کیږي."

عمران خان خپلو پلویانو ته یو لیک هم وښود او ادعا یې وکړله چې په همدې لیک کې ورته په لیکلې بڼه ګواښ شوی خو زیاته یې کړه چې په ملي ګټو به معامله ونکړي.

هغه زیاته کړه، "زه یوازې تورونه نه لګوم، زما په لاس کې دا لیک یې ثبوت دی".

عمران خان وویل چې ځیني بهرني قوتونه نه غواړي چې د پاکستان حکومت خپلواکه بهرنۍ پالیسي تعقیب کړي خو نور جزیات یې ورنکړل چې دا بهرني قوتونه څوک او د کوم هیواد یا هیوادونو پورې اړه لري.

د پاکستان صدراعظم پدې هکله وویل، "وختونه اوس بدل شوي. مونږ ټول خپل ملګري کوو خو د هغوي مریان به نشو".

سیاسي مخالفو ګوندونو د واک څخه د عمران خان د لیرې کولو لپاره لاس یو کړی او په هغه یې تور لګولی چې د هیواد اقتصادي چارې او بهرنۍ پالیسي یې په سمه توګه ندي تنظیم کړي.

دغو مخالفینو په ګډه په ملي اسامبلې کې د نه باور یا عدم اعتماد د رایه ګیرۍ غوښتنه کړې.

خو عمران خان په اسلام آباد کې خپلو لس ګونو زرو پلویانو ته په وینا کې د سیاسي مخالفینو دا تورونه رد کړل او هوډ یې څرګند کړ چې په پارلمان کې به په واک کې د پاتې کیدو لپاره رایې وګټي.

خو بل پلو بیا سیاسي مخالفین او خپلواک مبصرین وایي چې د پاکستان پوځ د عمران خان د ملاتړ څخه لاس اخیستی.

داسې ګمانونه هم شته چې پوځ د عمران خان په صدارعظم کیدو کې لاس درلود او اوس سیاسي مخالفین هڅوي چې په پارلمان کې د نه باور رایه ګیرۍ غوښتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG