د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان له هند نه د کرکټ 'چمپینز ټرافي' وګټله 


دا اول ځل دی چې په داسې لویو نړیوالو سیالیو کې پاکستان هند ته ماتې ورکوي
دا اول ځل دی چې په داسې لویو نړیوالو سیالیو کې پاکستان هند ته ماتې ورکوي

پاکستان د چمپینز ټرافي په پایلوبه کې هند ته لویه ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.

پاکستان د خپل یو ځوان پښتون لوبغاړي، فخر الزمان د ۱۱۴ منډو په مرسته هند ته د ۳۳۸ منډو هدف وټاکه خو هند پوره نشو ک ړی.

دا لوبه د یکشنبې په ورځ په انګلستان کې وشوه. هند د پچې له ګټلو وروسته پاکستان منډو جوړولو ته راوباله، شاید د هند دا خیال و چې پاکستان به په کمو منډو وسوځوي او لوبه به وګټي، خو داسې ونشول.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف ټول پاکستان ته د دغه بري مبارکي وویله.

که څه هم هند په تېر وخت کې دومره هدف پوره کړی و، خو له پاکستان سره لوبې او پایلوبې پر هند له اوله فشار زیات کړی و.

د هند د سر لوبغاړی روحیت شرما په صفر وسوځېده او ورپسې محمد عامر د هند دوه نور پیاوړي لوبغاړي ویرات کوهلي او شیکر دایوان هم وسوځول او پر هند یې شته فشار نور هم زیات کړ.

پاکستان په ۱۸۰ منډو دا لوبه وګټله، د هند مخکني مشهور لوبغاړي ورېندر سیواک په خپل ټویټر کې پاکستان ته مبارکي ویلي.

له پنډي پرته چې ۷۶ منډې یې وکړې، د هند نور لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل. د هند ټوله لوبډله په ۳۰ اورونو کې په ۱۵۸ منډو وسوځېدل او په لومړي ځل یې په یوه تاریخي لوبه کې د پاکستان په لاس لوی شکست ومانه.

کرکټ د هند او پاکستان ترمنځ له لوبې ورپوته یو مسئله ده. په پاکستان او هند دواړو کې پر عادي مینوالو سربېره ځینو سیاستوالو او د بالیوډ مشهورو ستوریو تبصرې کړې او وړاندوینې کړې وې.

د پاکستان د کرکټ پخواني کپټان شاهد افریدي په خپل ټویټر کې لیکلي چې ننۍ لوبه به د هند او پاکستان مینوال تر ډېره یادوي. وايي پاکستان اتلولي وګټله.

مشهور سینمايي ستوري ریشي کپور په خپل ټویټر کې پاکستانیانو ته لیکلي: تاسو یې وګټئ، زر وارې یې وګټئ، خو تروریزم بند کړئ. موږ ته ماتې منظور ده. موږ سوله او مینه غواړو.

تر دې مخکې پاکستان په دا ډول مهمو نړیوالو سیالیو کې هېڅکله هم هند ته ماتې نه وه ورکړې. هند د همدغو سیالیو د تېرې دور اتل و.

چمپینز ټرافي په هرو څلورو کلونو کې یو وار کیږي چې د نړۍ د سر اته پیاوړې او غوره لوبډلې په کې لوبیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG