د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د هندي جاسوس په قضیه کې د پاکستان ادعا رد کړله


د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې د پاکستان نه غوښتي چې د هند هغه تبع دې نه اعداموي چې پاکستاني چاراکو هند ته په جاسوسۍ تورن کړی او د مرګ په سزا محکوم دی.

کولبهوشان جاداو په ۲۰۱۶ کال کې په پاکستان کې ونیول شو. پاکستان وایي جاداو د ایران نه دغه هیواد ته د جاسوسۍ لپاره ننوتی و. د پاکستان یوې ځانګړې پوځې محکمې جاداو په ۲۰۱۷ کال کې د مرګ په سزا محکوم کړ.

خو د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې نن چارشنبه ( جولای ۱۷) اعلان وکړ چې پاکستان پدې قضیې کې د نړیوالو قوانینو نه سرغړاونې کړي.

د دې محکمې رئیس عبدالقوي احمد یوسف اې پي خبري اژانس ته ویلي چې پاکستان جاداو ته اجازه نده ورکړې چې د هندي استازو سره وګوري او نه یې ورته د خپل مدافع وکیل د ټاکلو اجازه ورکړې.

هند هم دا نه مني چې ګواکې جاداو د جاسوسۍ لپاره پاکستان ته تللی و او د نړیوالې محکمې نه یې د هغه د خوشې کیدو غوښتنه کړې. هندي چارواکي پدې ټنیګار کوي چې پاکستان د کولبهوشان جاداو د حقونو نه سرغړاونه کړې.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د نړیوالې محکمې په پریکړې عمل کوي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې " دا د هند دولتي تروریزم ښکاره نمونه ده".

تر اوسه معلومه نده چې پاکستان به کولبهوشان جاداف خوشې کړي او یا به بیا محاکمه شي.

XS
SM
MD
LG