د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد: کینیا کې پاکستانی خبریال حادثې که نه، هدفي برید کې وژل شوی 


د ارشد شریف د جنازې مراسم
د ارشد شریف د جنازې مراسم

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي شواهد ښيي چې په کینیا کې د پاکستان یو مشهور خبریال ارشد رشید په حادثې کې وژل شوی نه دی، بلکې په هدفي برید کې په نښه شوی دی.

که څه هم د دغه پاکستاني خبریال د وژل کېدو په اړه د کینیا حکومت بشپړ معلومات لا خپاره کړي نه دي، خو د پاکستان د کورنیو چارو زویر رانا ثناءالله نن سه شنبه نومبر اتمه (عقرب۱۷) خبریالانو ته وویل چې د ارشد شریف وژنه یوه تېروتنه نه ده، بلکې د هغه په خبره د شواهدو په اساس دا «یوه هدفي وژنه» وه.

هغه وویل: «موږ لا نور شواهدو ته ضرورت لرو چې دا ټول تائید کړو... او موږ د کینیا له حکومت څخه نور معلومات غوښتي دي.»

د کینیا د پولیسو ویاند برونو شیوسو د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر د دغو څرګندونو په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه.

خبریال ارشد رشید د اکتوبر په ۲۳ نېټه د کینیا د مرکز په څنډو کې ووژل شو. له پېښې یوه ورځ وروسته د کینیا پولیسو په راپور کې وویل چې پولیسو د غلو لټون کاوه چې هغوی په هغه موټر ډزې وکړې چې شریف په کې ناست و او هغه ووژل شو.

د پولیسو ویاند ویلي چې د پولیسو د نظارت خپلواکه اداره د دې پېښې په اړه پلټنه کوي. د رویټرز خبري اژانس وايي دې ادارې په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د پاکستان حکومت د دغې قضیې د تحقیق په اړه یوه کمېټه ټاکلې ده. وزیر رانا ثناءالله وویل چې د دوی پلټونکې ډله له کینیا څخه بېرته پاکستان ته ستنه شوې. هغه وویل چې د کینیا حکومت هغوی ته د ښاغلي شریف ترلاسه شوي وسایل نه دي ورکړي او «موږ به د بهرنیو چارو وزارت څخه غواړو چې د کینیا له حکومت سره وغږېږي او صدراعظم به هم د کینیا له ولسمشر سره خبرې» کوي.

د ارشد شریف وژل په پاکستان کې دننه بحثونه او انتقادونه پارولي دي. د پاکستان دغه مشهور خبریال څو میاشتې دمخه په پاکستان کې د «خیانت» په تور له نیول کيدو څخه د ژغورلو لپاره له هیواد څخه تښتیدلی و.

ښاغلي شریف د پاکستان د پوځ په ځواکمنې ادارې پرله پسې انتقاد کاوه او د پخواني صدراعظم عمران خان ملاتړی و.

XS
SM
MD
LG