د لاس رسي وړ اتصالات

'جلاوطن پاکستانی خبریال په کینیا کې په ډزو وژل شوی'


پاکستانی وژل شوی خبریال ارشاد شریف
پاکستانی وژل شوی خبریال ارشاد شریف

د پاکستان د یو مشهور خبریال ارشد شریف میرمن د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۴ (لړم دوهمه) وویل چې میړه یې په کینیا کې په ډزو وژل شوی دی. ارشد شریف څو میاشتې دمخه په پاکستان کې د خیانت په تور له نیول کيدو څخه د بچ کیدو په خاطر له هیواد څخه تښتیدلی و.

ښاغلي شریف د پاکستان د پوځ په ځواکمنې ادارې پرله پسې انتقاد کاوه او د پخواني صدراعظم عمران خان ملاتړی و، چې د اپریل په میاشت کې د پارلمان د عدم اعتماد په رایه کې له واکه لرې شو.

د هغه میرمن جاویریا صدیقي نن د دوشنبې په ورځ په ټویټر لیکلي: "ما نن یو ملګری، میړه او زما د خوښې خبریال له لاسه ورکړ، د پولیسو په وینا هغه په کینیا کې [په ډزو] وویشتل شو."

ارشد شریف د اګست په میاشت کې د اپوزیسیون له لوړ پوړي سیاستوال شهباز ګل سره مرکه وکړه. شهباز ګل وویل چې په وسله والو ځواکونو کې نوي افسران باید هغه امرونه تعقیب نه کړي چې د "اکثریت د ارادې" خلاف وي.

دا تبصره د دې لامل شوه چې د ARY خبري چینل د لنډ مهال لپاره له خپرونو منع کړای شو او د شریف د نیولو امر صادر شو چې په نتیجه کې هغه له هیواده ووت. د ARY چینل وروسته وویل چې له خبریال ارشد شریف سره یې "اړیکې پرې کړي" دي.

د پاکستان د حکومت مخالف سیاستوال شهباز ګل د مرکې وروسته توقیف شو او د هغه د توقیف په اړه پر قضا باندې د عمران خان نیوکه ددې سبب شوه چې هغه پخپله محکمې ته احضار شي.

پاکستان د خپل ۷۵ کلن تاریخ په اوږدو کې څو لسیزې د پوځ له خوا اداره شوی او پر امنیتي بنسټونو باندې نیوکو ته له اوږدې مودې راهیسې د سرې کرښې په توګه لیدل کیږي.

د ARY تلویزیون د دوشنبې په ورځ په یو ټویټ کې لیکلي: "د ARY خبریال ارشد شریف په کینیا کې د ډزو په نتیجه کې په شهادت ورسید... سیمه ایز پولیس یې په اړه تحقیقات کوي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه پېښه تایید کړې ده.

د بې سرحده خبريالانو له خوا د مطبوعاتو د ازادۍ په درجه بندۍ کې پاکستان په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۵۷ دی چې خبريالان په کې د سانسور او ډارولو سره مخامخ دي.

دا رپوټ د فرانس پرس خبري اژانس د خبر په بنسټ جوړ شوی

XS
SM
MD
LG