د لاس رسي وړ اتصالات

جوبايډن: پاکستان ښايي د نړۍ یو له خطرناکو هېوادونو څخه وي 


د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبايډن په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، ښايي "پاکستان د نړۍ یو له خطرناکو هيوادونو څخه وي" ځکه چې دا هيواد "غېر منظمه اټومي وسلې لري".

ښاغلي بایډن د پاکستان په اړه دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۳ د امریکا د منځمهاله ټاکنو لپاره د دیموکرات ګوند د کمپاین کمیټې ته د وېنا په مهال کړې دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ اکتوبر ۱۵ وروسته له هغه چې ولسمشر بایډن د پاکستان د اټومي پروګرام خوندیتوب تر بوښتنې لاندې راوست، په اسلام آباد کې د متحدو ایالتونو سفیر احضار کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو زرداري د شنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل، چې د ښاغلي بایډن په دې څرګندونو حیران شوی دی.

نوموړي زیاته کړه:"له کومه ځایه چې موضوع د پاکستان د اټومي شتمنیو د خوندیتوب او امنیت په اړه وي، موږ د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس سره سم ټول نړیوال معیارونه علمي کړي دي."

د پاکستان د بریښنا وزیر خرم دستګير هم په یوې خبري غونډه کې د امریکا د جمهور رئیس د څرګندونو په اړه وویل: " د امریکا د جمهور رئیس شکونه او شبهات غلط دي، زما معلومات د هغه وخت نه دي چې د دفاع وزیر وم، د پاکستان اټومي وسلې نړیوالو ادارو څو ځله محفوظ ګرځولي دي، او د قوماندې او کنټرول سیستم یې محفوظ دی".

جمهور رئیس بایډن په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په وروستیو کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي، "پاکستان د امريکا سره دوستانه، د باور او احترام په بنياد اړيکو ته لېوال دی، د پاکستان او امریکا اړيکو ته د چين او افغانستان په تناظر کې کتل پکار ندي، امریکا د مختلفو پروګرامونو او پروژو له لارې په سخت وخت کې د پاکستان مرسته کړې ده".

تر دې مخکې په پاکستان کې د امریکا سفير ډونالډ بلوم هم ویلي وو، "امریکا د پاکستان د اړیکو د ښه کیدو غوښتونکې ده. په وروستيو کې ځينې خلکو د دواړو هېوادونو اړيکو ته د چين او هند د محدودو زاويو څخه د کتلو هڅه کړې خو دا يو ناسم تصور دی".

د امریکا سفير او د پاکستان صدراعظم دغه څرګندونې د سپټمبر په ۲۹ په اسلام باد کې د امریکا په سفارت کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د 75 کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته کړې وې.

XS
SM
MD
LG