د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د "آی اس آی" مشر فیض حمید کابل ته راغلی


د پاکستان د څارګرې ادارې مشر فیض حمید
د پاکستان د څارګرې ادارې مشر فیض حمید

د پاکستان د 'آی اس آی' ادارې رئیس جنرال فیض حمید نن دوشنبه د نومبر پر ۱۱مه «لړم۲۰مه» د یو پاکستاني پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، یاد پاکستاني پلاوي نن په کابل کې د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره کتلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه پاکستاني پلاوي کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سهیل محمود هم شامل دی.

ښاغلي حقمل ویلي، چې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر ښه کولو او په پېښو کې د «افغان مارکېټ» پر سر د رامنځته شوي سونزې د هواري په هدف د یوې تخنیکي کمېتې پر جوړولو خبرې کړي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د «تلې پر ۱۹مه»په پېښور کې پر افغان مارکېټ د پاکستاني پولیسو د چاپې اچولو په غبرګون کې په پېښور کې خپله قونسلګري وتړله.

یاد پاکستانی پلاوی پر داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې د 'ای اس ای' ادارې روانه میاشت په اسلام اباد کې افغان سفیر احضار کړی و، چې افغان حکومت یې په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روانې لړم میاشتې پر ۱۳مه په یوې اعلامیې کې د 'ای اس ای' لخوا د افغان سفیر د احضارولو ترڅنګ له نوموړي سره د یادې ادارې د پوځيانو لخوا د ناوړه چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

دا معلومه نه ده چې د پاکستان د 'ای اس ای' ادارې ویلې په هغه هېواد کې افغان سفیر احضار کړی و او څه ډول ناوړه چلند یې ورسره کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې روانه میاشت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې خپلو مامورینو ته د متوجه امنیتي ګواښ په غبرګون کې په اسلام اباد کې افغان شارزدافیر هم احضار کړی و.

تر هغه وروسته په کابل کې د پاکستان سفارت تر نامعلومې نېټې د خپلې قونسلي څانګې د تړل کېدو خبر ورکړ.

دغه سفارت د یادې څانګې د تړل کېدو لامل خپلو مامورینو ته متوجه امنیتي ګواښوونه بللي و.

په دې وروستیو کې پر افغان خاوره د پاکستاني ملېشو لخوا د توغندیو ویشتل هم یو له هغو موضوعاتو څخه ده، چې د افغانستان جمهوري ریاست یې د غندلو ترڅنګ د پاکستان له حکومت څخه د بندولو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG