د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د داعش فعالیتونه زیات شوي


په پاکستان کې یو نوی رپورټ ښیي چې په دغه ملک کې د داعش یا د اسلامي دولت د ډلې په فعالیتونو کې زیاتوالی راغلی دی. رپورټ وایي چې د داعش فعالیتونو په پاکستان کې د ترهگرۍ ضد جگړه لا نوره پیچلې کړي.

په پاکستان کې یو ازاد څیړنیز مرکز چې د سولې مطالعاتي مرکز نومیږي په خپل کلني رپورټ کې لیکي چې په ٢٠١٧ کال کې ٣٧٠ وسله والې حملې شویدي چې پکې ځانمرگې حملې هم شاملې دي. په دغو حملو کې ٨١٥ کسان وژل شوي او د ١٧٠٠ نه زیات زخمیان شویدي. دغه رپورټ وایي چې په دغو حملو کې دخلکو په وژل کیدو کې د تیر کال په پرتله ١٠ فیصده کمښت او په حملو کې ١٦ فیصده کمښت راغلی.

دغه رپورټ وایي چې د پاکستاني طالبانو ډله اوس هم د ټولو نه لوی خطر دی او د دغو حملو ٥٨ فیصده پاکستاني طالبانو کړیدي. د پاکستاني طالبانو علاوه په بلوچستان کې بیلتون غوښتونکي او نورې وسله والې ډلې په پاتې حملو کې ککړې دي.

دغه رپورټ لیکي "د بلوچستان او د سند په صوبو کې د اسلامي دولت د ډلې د شتون رپورټونه د خطر د زیاتیدو نښه ده." رپورټ زیاتوي چې د اسلامي دولت ډلې تیر کال د شپږو لویو حملو مسولیت په غاړه اخیستی و چې پکې ١٥٣ تنه چې زیاتره یې ملکیان و، وژل شوي و. د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د چین د دوو اتباعو د وژلو مسولیت هم د داعش ډلې منلې و.

پاکستان وایي چې د اسلامي دولت ډله په افغانستان کې پناهځایونه لري او د هغه ملک نه په پاکستان کې حملې کوي. پاکستان په وروستیو کې د افغانستان او د امریکا نه غوښتي دي چې د دغې ډلې په ضد دې اقدامات وکړي.

په افغانستان کې افغان ځواکونه د داعش په ضد عملیات کوي او تراوسه یې په سلگونو د داعش غړي وژلې دي.

XS
SM
MD
LG