د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د داعش خونړیو بریدونو ته کتنه


په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش له رامنځ ته کیدو راهیسې ددې ډلې جنگیالیو د کابل په شمول د افغانستان په عمده ښارونو کې خونړي بریدونه کړي دي.

په ٢٠١٥ کې د افغانستان په ختیځ کې د داعش د راټوکیدو وروسته ددې ډلې سخت دریځو لومړی د ننگرهار په دریو ولسوالیو کې خونړي بریدونه وکړل.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما ویلي دي چې په کابل کې په دوو وروستیو کلونو کې ددې ډلې بریدونه پوره زیات شوي په ځانگړې توگه د مذهبي اقلیتونو پر اهدافو باندې.

په یو وروستي مورد کې د داعش سخت دریځو د کابل په غرب کې د تبیان په فرهنگي مرکز باندې د برید مسؤلیت ومانه چې په نتیجه کې یې ۴١ ملکي وگړي ووژل شول. برسیره پر دې په دې خونړي برید کې ٨۴ ملکي کسان چې ٧٦ یې نارینه او اته یې ښځې دي ټپیان شوي هم دي.

د یوناما د رپوټ له مخې د ٢٠١٦ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې نه راپدیخوا پر جوماتونو، زیارتونو او نورو عبادت ځایونو باندې بریدونه د ٢٧٣ ملکي کسانو د وژل کیدو او د ٥٧٧ ملکي وگړو د ټپي کیدو سبب شوي دي.

د داعش تر ټولو وژونکي بریدونه

  • د ٢٠١٧ د اکتوبر په ٢٠ په خیرخانه کې د امام زمان پر جومات باندې د داعش د یو ځانمرگي بریدگر په حمله کې لږ تر لږه ٥٦ کسان ووژل شول او ٥٥ نور ټپیان شول.
  • د ٢٠١٧ کال د سپتامبر په ٢٩ د داعش سخت دریځو په کابل کې پر یو جومات باندې د برید مسولیت ومانه چې اکثر قربانیان یې د عاشورا عزاداران وو.
  • د ٢٠١٧ کال د اگست په ٢٥ د داعش د بریدگرو په حمله کې د شیعه مذهبو په یو جومات کې لږ تر لږه ٢٨ کسان ووژل شول او په لسگونو نور ټپیان شول.
  • د ٢٠١٧ کال د اگست په دوهمه د داعش سخت دریځو د هرات ښار په بکرآباد کې د شیعه مذهبو په جوادیه جومات باندې د یو برید مسؤلیت ومانه چې ٢٩ کسه په کې ووژل شول او لږ تر لږه ٦۴ تنه په کې ټپیان شول.
  • د ٢٠١٦ کال د جولای په ٢٣ داعشیانو د روشنایي غورځنگ په مظاهره کوونکو باندې ځانمرگي بریدونه وکړل چې په کې لږ تر لږه ٨٥ تنه ووژل شول او ۴٠٠ نور ټپیان شول.

ولې شیعه مذهبه؟

په عراق او سوریه کې سني مذهبه د اسلامي دولت د ډلې د ملا تیر وو. خو دې ډلې د سني، شیعه، ایزدي اقلیتونو او مسیحیانو په گډون د مختلفو مذهبونو لارویان په نښه کړل او پرې مرگوني بریدونه وکړل.

د افغانستان په ځنو ولایتونو کې ددې ډلې له رامنځ ته کیدو وروسته ددې ډلې سخت دریځو د نورو وژونکو بریدونو تر څنگ د شیعه مذهب لارویان په جوماتونو، غونډو او ټولنیزو بنسټونو کې په نښه کړي دي.

یو شمیر څیړونکي په دې باور دي چې د داعش سخت دریځه هڅه کوي چې پر مذهبي اقلیتونو باندې د بریدونو له لارې په افغانستان کې مذهبي جگړې ته لمن ووهي.

په لندن کې میشت د ایران او عربي نړۍ د مطالعاتو د مرکز رئیس علي نوري زاده، بیا په دې باور دی چې د افغانستان خلک تر اوسه د داعش د فرقوي توطئو ښکار شوي نه دي.

څه موده مخکې په تهران کې د هغو شیعه جنگیالیو په هکله چې په سوریه کې د داعش په ضد او د بشارالاسد د رژیم په پلوۍ جنگیږي د افغانستان د اجرائیه ریاست د مرستیال محمد محقق، څرگندونو پراخ غبرگونونه وزیږول.

ښاغلي محقق ویلي وو "له ټولو جنگیالیو نه چې په دې جگړه کې یې هڅه کړې - عراقي او سوریې جنگیالي، د عراق او سوریې پوځ، حشد الشعبی عراق او همداشان د ایران، افغانستان، پاکستان او د نړۍ د نورو ځایونو جنگیاليو نه چې په دې جگړو کې یې گډون کړی او په حقیقت کې د کفر او نړیوال استکبار پر وړاندې د اسلام په جگړه کې، بریالي شول، له هغوی نه د زړه له کومي تشکر کوم".

افغان جنگیالیو ته د ښاغلي محقق اشاره د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ته متوجه کیږي چې افغان شیعه مذهبه ځوانان د معاش او د ایراني پیژند پاڼې د ژمنې په بدل کې د بشارالاسد د حکومت نه د دفاع لپاره جلب او جذبوي او له پوځي زده کړو وروسته یې د "لوای فاطمیون" تر رهبرۍ لاندې سوریې ته لیږي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمیر فعالینو د ښاغلي محقق د څرگندونو نه په انتقاد ویلي دي چې دا ډول څرگندونې هغه هم د افغانستان د حکومت د یو لوړپوړي مقام له خوا کیدای شي داسې شرایط برابر کړي چې د داعش په څیر سخت دریځه په افغانستان کې په ځانگړې توگه پر شیعه مذهبو باندې خونړي بریدونه وکړي او هغه توجیه کړي.

XS
SM
MD
LG