د لاس رسي وړ اتصالات

جمعیت علمای اسلام طالبانو ته د سیاسي پیوستون بلنه ورکړه


مولانا فضل الرحمن په افغانستان کې د افغان طالبانو جګړه روا جهاد بللی و
مولانا فضل الرحمن په افغانستان کې د افغان طالبانو جګړه روا جهاد بللی و

پاکستاني پوځ د پاکستاني طالبانو ډله ترهګره بولي خو د مولانا فضل الرحمن ګوند يې سیاسي پیوستون ته رابولي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام گوند مرستیال مولانا عبدالغفور حیدري طالبانو ته بلنه ورکړې ده چې له دوې سره یوځاې د اسلام د سرلوړۍ لپاره سوله ییزه مبارزه وکړي.

مولانا حیدري چې د پاکستان د سنا مجلس مرستیال هم دی، ویلي چې په دې گوند کې هر هغه څوک شاملیدای شي چې د ټوپک په زور نه بلکه د سوله ییزې لارې د اسلام لپاره مبارزه کوي.

دا په داسې حال کې دي چې ددې گوند مشر مولانا فضل الرحمن په افغانستان کې د افغان طالبانو جګړه روا جهاد بللی و.

د مولانا فضل الرحمن گوند په داسې حال کې پاکستاني طالبانو ته چې په ترهگرۍ تورن دي، د غړیتوب بلنه ورکوي چې د نواز شریف د حکومت سره په ایتلاف کې شامل دی.

د پاکستان د چارو کارپوهان وایي مولانا فضل الرحمن سیاسي لوبه پیل کړې ده چې له یو اړخه په حکومت کې ناست او د پاکستان د صدراعظم نواز شریف ملگرتیا کوي او له بله اړخه هغو طالبانو ته چې د پاکستان پوځ یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني او د له منځه وړلو لپاره پراخ پوځي عملیات ترسره کړي دي، په گوند کې د غړیتوب او پیوستون بلنې ورکوي.

د امریکا غږ ډیوه رادیو مشر نفیس ټکر وایي مولانا فضل الرحمن د افغان طالبانو سره هم تاریخي اړیکې لري. ښاغلي ټکر د خپلو سترگو لیدلی حال بیانوي او وایي "په ١٩٩٩ کال کې په کندهار کې د لوی اختر د لمانځه خطبه مولانا فضل الرحمن ولوسته، او طالبانو په لوډسپکرونو کې د هغې خطبې ته خلک رابللي وو".

همداشان د جمعیت علما همدغه گوند د بامیانو د بوتانو د ورانولو پر وخت د طالبانو د اقدام څخه رسمي ملاتړ کړی و.

جمعیت علمای اسلام چې ځانته د جمعیت العلمای هند گوند تسلسل وایي، خپله سل کلني لمانځنې. دا گوند خیبر پښتونخوا ایالت د نوښار په زاخیلو سیمه کې د اپریل له اومې څخه درې ورځنۍ غونډه کوي چې ټاکل شوې په سلگونو زره کسان په کې گډون وکړي

XS
SM
MD
LG