د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ: د پاکستاني طالبانو ۱۲ غړي مو وژلي، افغانۍ هم ورسره وې


د پاکستاني طالبانو غړي
د پاکستاني طالبانو غړي

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د چهارشنبې د ورځې په سهار فبروري اتمه (سلواغه۱۹) په یو لړ عملیاتو کې یې د «تحریک طالبان پاکستان» پورې تړلي ۱۲ «ترهګر» وژلي دي.

د پاکستان پوځ وايي چې دا عملیات د خیبر پښتونخوا د «لکي مروت» په نسبتآ نا ارامه سیمه کې شوي او دوی ته استخباراتي معلومات ورکړل شوي وو چې د طالبانو دا غړي هلته دي.

د پوځ اعلامیه وايي: «د عملیاتو په مهال له ترهګرو [پاکستاني طالبان] وسلې، مهمات او افغانۍ [افغان کرنسي] هم ترلاسه شوي دي.» د پاکستان پوځ د وژل شویو کسانو هویت نه دی څرګند کړی.

د پاکستان پوځ داسې مهال د «تحریک طالبان پاکستان» سره د تړلیو دغو ۱۲ وسله والو د وژلو خبر ورکوي چې تېره اونۍ په پېښور کې د پولیسو په یو قوي مرکز کې دننه په جومات کې «ځانمرګی برید وشو» او څه باندې ۱۰۰ کسان یې ووژل.

اکثریت وژل شوي د پاکستان پولیس افسران وو. په دغه برید کې تر ۱۰۰ ډېرو نور ژوبل شول.پاکستاني طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړل او پاکستاني چارواکو وویل چې یو شمېر کسان یې د برید په تور نیولي او تحقیقات یې پیل کړي دي.

د پاکستان «تحریک طالبان» خپلو جنګیالیو ته د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو په ضد د بریدونو امر کړی او وخت ناوخت د پاکستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو د بریدونو ادعا هم کوي. اسلام اباد د افغانستان د طالبانو په منځګړتوب له دغې ډلې سره اوربند کړی و، خو ډېر ونه پایده.

د ملګرو ملتونو په تازه ارزونه کې ویل شوي دي‌ چې په کابل کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته پاکستاني طالبان قوي شوي او «د پاکستان او افغانستان د سرحدي سیمو په اوږدو کې یې نژدې ۴۰۰۰ جنګیالي» مېشت دي.

پاکستاني‌ چارواکي ‌ادعا کوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې مرکزونه لري، خو د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي.

«تحریک طالبان پاکستان» د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرو سازمانونو په لست کې هم شامل دی.

XS
SM
MD
LG