د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په خپلې خاورې کې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره کابل او تهران ته پلاوي استوي


د پاکستان په پېښور ښار کې د تیرې اونۍ له خونړۍ چاودنې او د خیبر پښتونخوا په ایالت کې یې په ضد له پراخو مظاهرو وروسته، اسلام اباد ویلي، افغانستان او ایران ته پلاوي لېږي چې ترې وغواړي پرې نږدي خاوره یې په پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره وکارول شي.

د پاکستان د صدراعظم سلاکار فیصل کریم کنډي وویل: "دا خبره هم وشوه چې موږ له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره که افغانستان دی او که ایران، له هغوی سره به خبرې کوو چې که زموږ یا د هغوی خاوره ده، د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي. ځکه که زموږ یا د هغوی ځمکه د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي، موږ پوهېږو چې د هغوی هم په‌ کې لاس کېدای شي."

خو د پاکستان د چارو ارزوونکي وايي، د ترهګرۍ ستونزه د پاکستان دننه ده او حکومت ددغو پلاویو د لېږلو له لارې د خپلو خلکو سترګو ته خاورې شیندي.

د پېښور پوهنتون استاد فیض الله جان خټک وايي، اسلام اباد هڅه کوي خپلې کورنۍ ستونزې ته نړیوال رنګ ورکړي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "له څو ورځو راهیسې په پېښور ښار او د پښتونخوا په نورو سیمو کې ملتپاله ګوندونو او عامو خلکو په پښتونخوا کې د نا امنیو پر وړاندې پراخې مظاهرې کړي. دې هیوادونو ته د استازو استول څه خبره نده. چې هغوی ته لاړشي، چې د هغو خاوره د پاکستان پر خلاف استعمال نشي. خو لدې به دلته په پاکستان کې وګړو ته یو حس ورکړي، چې دا مسله په پاکستان کې دننه نده.او دا له بهره پر موږ تپل شویده. نو زما خپل فکر دا دی، چې لدې هیڅ نه جوړیږي."

د پیښور ښار د پولیس لاین سیمې په یوه جومات کې د دوشنبې د ورځې په چاودنه کې له ۱۰۰ زیات کسان ووژل شول او لږترلږه ۲۲۵ نور ټپيان شول.

ددغې چاودنې په غبرګون کې په پېښور ښار او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې لاریونونه شوي او پر حکومت یې افشار راوړی چې په دغه ایالت کې روانو ناامنیو ته د حل لار ومومي.

په پېښور کې د شنبې د ورځې په لاریون کې احتجاج کوونکي هاشم خان، وویل: "که موږ سوله غواړو، ټول خلک دلته دي، دوی سوله غواړي، دوی ټول د سولې په اړه خبرې کوي. که حکومت سوله غواړي، او پدې اړه چې څرنګه سوله راولي، خبرې کوي. دا د ۴۵ کلونو راپدیخوا حاکم فکر باید تغییر وکړي. پدغو ۴۵ کلونو کې منفي ذهنیت حاکم وو."

له دې وړاندې د خیبر پښتونخواه پولیسو هم په دغه ایالت کې د نا امنیو پر وړاندې مظاهرې کړي وې. کتونکي وايي، د پښتونخواه د پولیسو بې وسۍ عادي خلک اندېښمن کړي دي.

فیض الله جان خټک وویل: "دنیا کې چې څومره داسې وختونه په ملکونو راغلي، که د هغې تجزیه وکړې، پولیس همیشه چې په نخښه کيږي، د هغې اصلي موخه دا وي چې ټولنه بې موراله کړي. د معاشرې حوصله لاندې راوغورځوي او پدې سره ډېره په اسانۍ لاندې راغورځول کېږي. موږ خو دې ته ګورو چې زموږ محافظ، پولیس چې ځان نشي ساتلی نو ماسره به هم وېره پیدا کیږي، چې زموږ به څه کېږي."

د پاکستان لوړ پوړو چارواکو تور لګولی چې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو د افغانستان له خاورې د دغه برید پلان جوړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG