پاکستان یو کس برتانیې ته سپارلی چې شپاړلس کاله پخوا یې په برتانیې کې یو کور ته اور اچولی و او د همدې کورنۍ اته تنه پکې وژل شوي و.
پاکستاني پولیسو دغه کس چې شاهد محمد نومیږي، په ۲۰۱۵ کال کې د راولپنډۍ په ښار کې نیولی و. د برتانیې د یارک شایر پولیسو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې پاکستاني او برتانوي پولیسو دغه شخص په ګډو عملیاتو کې ونیوه.
هغه پوره دیارلس کاله په پاکستان کې پټ و او پولیس ورپسې ګرځیدل.
په شاهد محمد دا تور دی چې د چشتي په نامه د یوې کورنۍ کور ته یې اور اچولی. په پیښه کې د چشتي د کورنۍ اته غړي وژل شوي و.
دا پدې تیرو لسو کالونو کې دویم پاکستانی شو چې پاکستاني چارواکي یې د محاکمې لپاره برتانیې ته سپاري. د یارک شایر پولیسو ویلي دي چې ښایي شاهد محمد به نن قاضي ته وړاندې شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې