د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ وایي ۲۴ وسله وال یې وژلي دي


د جنورۍ په ۳۰مه په بلوچستان کې د «بلوچ ازادي بخښونکي اردو» له خوا یوه بار وړونکې لارۍ وسوځول شوه
د جنورۍ په ۳۰مه په بلوچستان کې د «بلوچ ازادي بخښونکي اردو» له خوا یوه بار وړونکې لارۍ وسوځول شوه

د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ فبرورۍ دویمه (سلواغې ۱۳) وویل چې ددې هیواد په لرې پرتو سیمو کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو له بریدونو وروسته یې په پوځي عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۴ وسله وال وژلي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه کسان "د چاڼیزو عملیاتو" په ترڅ کې چې اوس پای ته رسېدلي وژل شوي دي.

د بلوڅ بېلتون غوښتونکو یوې ډلې د دوشنبې په شپه د بلوچستان ایالت په مچ کې د ایران له پولې شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره لیرې پر دولتي تاسیساتو برید کړی و.

د پاکستان د پوځ د اعلامیې له مخې، د وسله والو په دغه بريد او ورپسې نورو بريدونو په ترڅ کې څلور تنه امنيتي منسوبين او دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د بلوچستان ازادۍ غوښتنې پوځ چې په پاکستان کې یې فعالیتونه منع دي، د تېرې دوشنبې په شپه د ټولنیزو رسنیو له لارې د یوې بیانیې په خپرولو سره د دغه برید پړه پر غاړه واخیسته.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د پنجشنبې په ورځ، د فبرورۍ په اتمه انتخابات کیږي، په بلوچستان ایالت کې د لاسي بمونو او وسلو د ۱۲ بریدونو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون د دغه هېواد له امنیتي چارواکو سره له یوې بېړنۍ غونډې وروسته چې د تېرې چهارشنبې په ورځ وشوه، خبر ورکړ، چې د دغه هېواد انتخابات به له ټاکل شوي پلان سره سم ترسره شي.

د ټاکنیز کمپاین پر مهال لږ تر لږه دوه نوماندان وژل شوي دي. د جنوبي اسیا په دغه هیواد کې انتخاباتو ته د کاندیدانو وژنه کومه غیرعادي خبره نه ده، پر کاندیدانو او د هغوی پر غونډو نه یوازې د افراطیانو له خوا حملې کیږي، بلکې د هغوی ترمنځ د شخصي غچ اخیستنې په وجه هم بریدونه کیږي.

اسلام اباد له لسیزو راهیسې په بلوچستان کې د قومي اقلیتونو د بېلتون غوښتونکو ډلو سره په جګړه بوخت دی. د بشري حقونو ډلې وايي، چې د دغه هېواد پوځ په پاکستان کې بلوڅان ځپي او په ډېرو مواردو کې هغوی یا په زور بې درکه کیږي او یا هم د قضایي سیستم بهر وژنو سره مخامخ کېږي.

د بلوچستان ازادي بخښونکی پوځ د امريکا د متحده ايالاتو له خوا د نړيوالو تروريستي سازمان په لست کي شامل شوی دی.
بلوچستان د پاکستان تر ټولو لوی او د طبیعي زیرمو له درکه بډایه خو تر ټولو بې وزله ایالت دی.

بلوڅان له ډیرې مودې راهیسې شکایت کوي چې دوی ته د بلوچستان په عوایدو کې مناسبه برخه نه ورکول کیږي او دغه نارضایتي د دې لامل شوې چې تر لسو زیات بلوڅ بیلتون غوښتونکې ډلې د پاکستان د حکومت پر ضد پاڅون وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG