د لاس رسي وړ اتصالات

"پاکستان کې ورک شوي کسان د بشري حقونو پر لمن داغ دی"


په پاکستان کې د تیرو دوو لسیزو نه د خلکو په زوره د کوره لادرکه کیدل یوه لویه مسله ده
په پاکستان کې د تیرو دوو لسیزو نه د خلکو په زوره د کوره لادرکه کیدل یوه لویه مسله ده

د بخښنې نړیواله ټولنه وایي چې پاکستان کې ورک شوي کسان د بشري حقونو پر لمن داغ دی, پاکستان دې په خپل ملک کې د خلکو په زروه د کورونو نه د لادرکه کیدو د مخنیوې لپاره اقدامات وکړي

د بخښنې نړیوالې ټولنې د پاکستان د سند په صوبې کې د استخباراتي ادارو د لاسه د ځینو کسانو د لادرکه کیدو مسله د دغه ملک د بشري حقونو په لمن داغ بللی دی او د حکومت نه یې غوښتي دي چې د دغو کسانو په اړه دې د کور غړیو ته معلومات ورکړل شي.

دغه ټولنې په خپلې ویبپاڼې د سند د لادرکه شوې کس هدایت الله لوهار د کوره د لادکه کیدو په اړه لیکلې دي. ویپاڼه لیکي چې د هغه د کورنۍ غړي وایي د ٢٠١٧ کال د اپریل په میاشت کې یو موټر چې ځینې کسان پکې د پولیسو په جامه کې و او ځینې په ساده جامو کې و، هدایت الله یې د کوره بوتلو. کله چې د هغه د کور غړي د پولیسو مرکز ته لاړل چې د هغه د لادرکۍ رپورټ ثبت کړي نو پولیسو انکار وکړ.

د بخښنې نړیوالې ټولنې لیکلي دي چې د هدایت دوه لوڼه سسي او صورت اوس د خپل پلار د موندلو لپاره مبارزه کوي.

هدایت د هغو زرگونو کسانو نه یو دی چې د پاکستان استخباراتي ادارو د کوره وړي دي او د هغه ضد پولیسو ته هیڅ ډول معلومات نشته او نه ورته د هغه جرم معلوم دی.

د پاکستان حکومت ویلي دي چې د خلکو د کوره د لادرکه کیدو د مخنیوې لپاره اقدامات کوي خو لا هم د پاکستان د بلوچستان، خیبرپښتونخوا او د سند په صوبې کې خلک د خپلو کورونو نه وړل کیږي او د کور غړیو ته یې په اړه هیڅ ډول معلومات نه ورکول کیږي.

د عمران خان حکومت په زوره د خلکو د کورونو نه لادکه کول غیر قانوني بللې دي او په دی اړه یې په اساسي قانون کې تعدیل کړیدی خو د چارو کارپوهان وایي چې دا مسله جدي حل ته ضرورت لري.

د یادونې وړ ده چې د پښتون ژغورنې تحریک د غوښتنو نه یې یوه د لا درکه کسانو په اړه معلوماتو ته لاسرسی دی.

XS
SM
MD
LG