د لاس رسي وړ اتصالات

په کویټه کې د لادرکه بلوڅو د کورنیو غړیو احتجاج وکړ


په کویټه کې د لادکه بلوڅو د کورنیو غړیو د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه احتجاجي غونډه وکړه او د لادرکه شوو د ازادیدو لپاره یې شعارونه ولگول،

په پاکستان کې "د لادرکه بلوڅو لپاره غږ" او "د بلوڅو بشري حقونه" په نوم موسسو د لادرکه بلوڅانو لپاره یوه احتجاجي غونډه جوړه کړه چې پکې د لادرکه شوو کسانو د کورنیو غړیو د خپلو کسانو د ازادۍ لپاره غږ پورته کړ.

د لادرکه بلوڅو لپاره غږ موسسې مشر نصرالله بلوڅ امریکاغږ ته وویل چې په دغه احتجاجي غونډه کې د سلو نه د زیاتو لادرکه شوو کسانو د کورنۍ غړي راغلي دي.

هغه وویل چې په بلوچستان کې د اساسي قانون په پلمه د بشري حقونو نه سرغړونه کیږي. هغه وویل "په ٢٠ کلونو کې گڼ شمیر کسان لادرکه شویدي.بلوڅان هم انسانان دي."

د لادرکه بلوڅانو لپاره یو بل مبارزه کونکي ماما قدیر بلوڅ امریکاغږ ته وویل چې د بلوچستان وضع ډیره خرابه ده. هغه وویل چې په پاکستان کې د ترټولو نه زیات کسان د بلوچستان نه لادرکه دي.

ماما قدیر وویل چې د نړیوالو نه خواست کوي چې د هغوي سره دې پدی اړه کومک وکړي. هغه دا هم وویل چې که غوښتنو ته یې پام ونشي نو نور سخت احتجاج به وکړي.

په کویټه کې د بشري حقونو صوبایي مشرې امریکاغږ ته وویل چې د اړوند ادارو سره په تماس کې دي. هغې زیاته کړه "د بلوڅانو احتجاج پر ځای دی، ځکه د ځینو مشران دلادرکه دي نو د ځینو بیا ماشومان ورک شویدي."

په بلوچستان کې د څو کلونو راهیسې خلک د کورونو نه لادرکه کیږي او په زرگونو کسانو مړي بیا وروسته موندل شویدي چې د تشدد نه وروسته وژل شوي وي.

XS
SM
MD
LG