د لاس رسي وړ اتصالات

محکمې راو انوار د نقیب مسید په وژلو تورن وګاڼه


نقیب مسید په ۲۰۱۸ کال کې ووژل شو
نقیب مسید په ۲۰۱۸ کال کې ووژل شو

په پاکستان کې یوې محکمې د کراچۍ ښار د پولیسو یو پخوانی مشر او ورسره نور کسان د پښتون ځوان نقیب مسید په وژلو کې تورن وګڼل.

د ترهګرۍ ضد دغه محاکمه د دوشنبې په ورځ (مارچ۲۵) په کراچۍ کې وه.

حکومتي څارنوال جبران ناصر وویل چې د پولیسو مشر راو انوار ځان بې ګناه وګاڼه او بله محاکمه به ېې د اپریل په میاشت کې وي.

راو انوار تورن دی چې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په میاشت کې یې نقیب الله مسید وژلی دی. په لومړي سر کې داسې ویل شوي وو چې پولیسو د کراچۍ په ښار کې د وسله والو د پټېدو په مرکز چاپه اچولې او څو وسله وال یې وژلي دي.

د حکومت په تحقیقاتو کې معلومه شوه، نقیب الله چې اصلاً د جنوبي وزیرستان و د وسله والو سره یې هیڅ اړیکې نه درلودې.

د نقیب مسید کورني وکیل صلاح الدین امریکا غږ ډیوې ته ویلي دي چې د نقیب په وژلو کې درې ډله خلک ښکیل دي چې "يوه ډله یي د نقيب او د هغه د ملګرو په تښتولو تورن دي، دوېمه یې هغه ډله ده چې نقيب او ملګري يې د يوې تاڼې ( امنیتي پوستې) نه بلې ته بیولي او درېمه ډله هغه ده چې په جعلي مقابله کې يې برخه اخيستې وه."

ویل کیږي چې نقیب مسید د پولیسو په یوې جعلي وسله والې مقابلې کې په ډزو وژل شوی دی. د نقیب وژلو په پاکستان او د پاکستان نه دباندې د پښتنو او د پښتنو د حقونو د مدافعانو غبرگونونه راوپارول.

د منظور پښتین په مشرۍ د پښتنو ژغورنې غورځنګ په اسلام آباد او د پاکستان په نورو ښارونو کې د نقیب (قاتلانو) د محاکمې غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG