د لاس رسي وړ اتصالات

د پېښور د ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۸۷ تنو ته ورسېد؛ ۲۵ یې پولیس دي


د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار هغه جومات چې تیره ورځ پکې ځانمرګی برید شوی دی
د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار هغه جومات چې تیره ورځ پکې ځانمرګی برید شوی دی

د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار په یو جومات کې د تیرې ورځې جنوري ۳۰ (سلواغه لسمه) ځانمرګي برید له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۸۷ او ټپيانو شمېر ۱۵۰ تنو ته ورسېد.

د پولیسو چارواکو په وینا د تیرې ورځې ځانمرګي برید له امله د نړېدلي جومات له خارو څخه لا هم د وژل شویو کسانو د جسدونو را ایستلو عملیات روان دي او ښایي د وژل شویو شمیر نور هم لوړ شي ځکه یو شمیر کسان چې په برید کې ټپي شوي روغتیایي حالت یې نازک او د اندیښنې وړ ښودل شوی.

پولیس وایي ځانمرګي برید کوونکي وکړای شو د څو امنیتي کمربندونو څخه تیر شي او ځان "سرې سیمې" یا Red Zone ته ورسوي چې د پیښور د پولیسو او ترهګرۍ ضد ځواکونو ادارې پکې دي.

پولیسو مشر اعجاز خان ویلي چې دا یو ځانمرګی برید و او داسې مهال وشو چې په جومات کې شاوخوا ۴۰۰ کسانو د ماسپښین لمونځ کاوه.

په پیښور کې د «لېډي ریډنګ» روغتون ویاند محمد عاصم رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په برید کې ۸۷ تنه وژل شوي او ۵۷ تنه نور تر درملنې لاندې دي چې د ۷ تنو روغتیایي حالت یې د اندیښنې وړ دی.

په وژل شویو کې ۲۷ یې د پولیسو چارواکي وو.

پر همدې مهال په پاکستان کې د ژغورنې یوه ټېم ویاند بلال احمد فیضي فرانس پرس آژانس ته ویلي چې ژغورونکي ټېمونه هڅه کوي چې د جومات له نړېدلې ودانۍ څخه پاتې بند کسان هم را وباسي چې کېدایشي د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي.

د پاکستان پولیسو چارواکو ویلي چې تر دا مهاله له دغه چاودنې څخه د ۲۰ تنو پاکستاني پولیسو جسدونه تر لاسه شوي او خاورو ته سپارل شوي دي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې او د پاکستاني طالبانو غورځنګ ډلې هم ویلي چې دا برید هغوي ندی کړی.

تحریک طالبان پاکستان په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا ډله " د دې برید سره هیڅ سر او کار نلري". تر دي وړاندې د پاکستان په امنیتي ځواکونو دا ډول بریدونه د اسلامي دولت یا داعش ډلې او یا پاکستاني طالبانو کول.

پولیس وایي د پیښې په هکله یې پلټنې پیل کړي چې معلومه کړي آیا کوم چا خو به د ځانمرګي برید کوونکي سره مرسته نه وکړي چې په پیښور کې دې تر ټولو خوندي ځای ته ځان ورسوي.

په عین حال کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف مطبوعاتو ته ویلي چې ځانمرګی برید کوونکی د لمانځه پر وخت د امام شا ته د جومات په لومړي صف کې دریدلی و.

یو بل عیني شاهد چې په پیښه کې ټپي شوی وایي چې ځانمرګي برید کوونکي د نیت تړلو پر وخت په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد چولي.

په چاودنه کې ټپي شوي یو تن امریکاغږ ته ویلي څنګه چې لمونځ شروع شو او امام، الله اکبره ووایه چاودنه وشوه.

د پېښور جومات چاودنې ته غبرګونونه

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، یادې چاودنې ته په غبرګون کې ویلي چې تروریستان د هغو کسانو په هدف ګرځولو سره چې دنده یې د پاکستان څخه ساتنه او دفاع ده، غواړي چې وېره رامنځته کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش، د پېښور یو جومات کې د تیرې ورځې چاودنه غندلې او هغه یې «نفرت اچوونکې» بللې ده. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم دغه پېښه «وحشتناکه چاودنه» بللې او د دغه برید له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم د پېښور په یو جومات کې د تیرې ورځې برید غندلی او د پېښې له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: "اسلامي امارت په مساجدو کې کې پر عبادت کوونکو باندې برید غندي او داسې کړنې د اسلام د مبارک دین له احکامو سره په تضاد کې بولي"

دغه چاودنه یوه ورځ مخکې تر هغه وشوه چې ټاکل شوې د متحده عربي اماراتو ولسمشر محمد بن زید آل نهیان د پاکستان مرکز اسلام اباد ته سفر کړی وای. د اماراتو د ولسمشر سفر تر دغه پيښې لږ مخکې په ښکاره د هوا خرابوالي له امله لغوه شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د سې شنبې په ورځ د پیسو نړیوال صندوق (IMF) دغونډي کوربتوب ته هم چمتووالی نیسي، پاکستان هڅه کوي چې له خراب اقتصادي وضعیت څخه د وتلو لپاره له دغه نړیوال بنسټ څخه قرض تر لاسه کړي.

د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې، تحریک طالبان پاکستان د پاکستان د حکومت سره نامحدود اوربند چې د افغان طالبانو په منځګړیتوب شوی و، لغوه کړ او خپلو جنګیالیو ته یې امر وکړ چې په ټول پاکستان کې بریدونه پیل کړي.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د خيبر پښتونخوا ايالت په جمرود تحصيل کې د پوليسو يوې پوستې ته څېرمه ځانمرګى بريد شوى و، چې په پايله کې يې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپيان وو.

تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا پولیسو ویلي وو چې په ۲۰۲۲ کال کې په وسله والو نښتو کې ۱۹۶ ترهګر او ۱۱۸ پولیس وژل شوي او ۱۱۷ کسان ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG