د لاس رسي وړ اتصالات

د پېښور یو جومات کې ځانمرګي برید کې د پولیسو په ګډون ۶۱ تنه وژل شوي


د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار په یو جومات کې یوې چاودنې کې د پولیسو په ګډون لږ تر لږه ۶۱ تنه وژل شوي او تر ۱۵۰ ډیر نور ټپي شویدي.

پولیس وایي ځانمرګي برید کوونکي وکړی شو د څو امنیتي کمربندونو څخه تیر شي او ځان "سرې سیمې" یا Red Zone ته ورسوي چې د پیښور د پولیسو او ترهګرۍ ضد ځواکونو ادارې پکې دي.

د پیښور د پولیسو مشر اعجاز خان ویلي چې دا یو ځانمرګی برید و او داسې مهال وشو چې په جومات کې شاوخوا ۴۰۰ کسانو د ماسپښین لمونځ کاوه.

اعجاز خان همدرانګه د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په برید کې ۱۷۰ تنه ټپي شوي چې د ډیرو روغتیایي حالت یې د اندیښنې وړ دی.

په وژل شویو کې ۲۷ یې د پولیسو چارواکي و.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې او د پاکستاني طالبانو غورځنګ ډلې هم ویلي چې دا برید هغوي ندی کړی.

تحریک طالبان پاکستان په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا ډله " د دې برید سره هیڅ سر او کار نلري". تر دي وړاندې د پاکستان په امنیتي ځواکونو دا ډول بریدونه د اسلامي دولت یا داعش ډلې او یا پاکستاني طالبانو کول.

پولیس وایي د پیښې په هکله یې پلټنې پیل کړي چې معلومه کړي آیا کوم چا خو به د ځانمرګي برید کوونکي سره مرسته نه وکړي چې په پیښور کې دې تر ټولو خوندي ځای ته ځان ورسوي.

په عین حال کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف مطبوعاتو ته ویلي چې ځانمرګی برید کوونکی د لمانځه پر وخت د امام شا ته د جومات په لومړي صف کې دریدلی و.

یو بل عیني شاهد چې په پیښه کې ټپي شوی وایي چې ځانمرګي برید کوونکي د نیت تړلو پر وخت په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد چولي.

مقاماتو ویلي چې پدې برید کې د وژل شویو کسانو شمېره ۶۱ ته لوړ شوی او ۱۵۰ تنه نور ژوبل شوي دي. د پېښور لېډي رېډنګ روغتون ویاند د مرګ ژوبلو شمېرې تائيد کړي دي.

د «لېډي ریډنګ» روغتون ویاند محمد عاصم دمخه ویلي وو چې دوی ته د پېښې له ځایه ۱۹ جسدونه او څه باندې ۹۰ تنه ټپيان وروړل شوي چې د یو شمېر کسانو حالت یې خراب دی.

ښاغلي عاصم زیاته کړې چې په انتقال شوو ټپيانو کې ګڼ شمېر پاکستاني پولیس هم شامل دي.

په چاودنه کې ټپي شوي یو تن امریکاغږ ته ویلي څنګه چې لمونځ شروع شو او امام، الله اکبره ووایه چاودنه وشوه.

د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې، تحریک طالبان پاکستان د پاکستان د حکومت سره نامحدود اوربند چې د افغان طالبانو په منځګړیتوب شوی و، لغوه کړ او خپلو جنګیالیو ته یې امر وکړ چې په ټول پاکستان کې بریدونه پیل کړي.

د سکندر خان په نوم یو پاکستاني پولیس چارواکي ویلي چې د "چاودنې له امله د جومات د ودانۍ یوه برخه نړېدلې چې ممکن یو شمېر کسان تر لاندې وي."

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د خيبر پښتونخوا ايالت په جمرود تحصيل کې د پوليسو يوې پوستې ته څېرمه ځانمرګى بريد شوى و، چې په پايله کې يې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپيان وو.

تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا پولیسو ویلي وو چې په ۲۰۲۲ کال کې په وسله والو نښتو کې ۱۹۶ ترهګر او ۱۱۸ پولیس وژل شوي او ۱۱۷ کسان ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG