د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان یو ځل بیا له طالبانو د ټي ټي پي په خلاف د اقدام غوښتنه کړې


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د طالبانو له حکومت یې تمه داده چې سمدستي د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي وسله والې ډلې په ګډون د هغو تروریستي ډلو او افرادو پر وړاندې اقدام وکړي چې له افغانستان څخه دغه هیواد ته ګواښونه راولاړوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې میرمن ممتاز زهره بلوڅ د پنجشنبې په ورځ نومبر۲۳(لیندۍ دوییم) اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې پاکستان له افغانستان څخه د راولاړیدونکو تروریستي ګواښونو او د تحریک طالبان پاکستان د ډلې پټنځایونو او پناه ځایونو په اړه اندیښنه لري.

میرمن بلوڅ وویل:" لکه څنګه چې ما مخکې وویل د افغانستان په دننه کې د تروریزم او تروریستي ډلو د پناه ځایونو د اندیښنو په اړه پاکستان د افغان مقاماتو ( طالبانو) سره په تماس کې دی. له افغان مقاماتو (طالبانو) څخه زمونږ تمه داده چې ددغو تروریستي ډلو پرخلاف پریکنده اقدامات ترسره کړي ترڅو دغه تروریستي شبکه په بشپړ ډول له منځه لاړه شي".

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې پاکستان د طالبانو د حکومت سره د دواړو هیوادونو د سفارتونو په ګډون د مختلفو چینلونو له لارې په اړیکه کې دی او په دې تیرو ورځو کې یې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د سرپرست په مشرۍ اسلام اباد کې د یو پلاوي کوربتوب هم کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له ویاندې میرمن بلوڅ څخه د المرصاد په نوم د یوې خبرې شبکې له خوا د تحریک طالبان پاکستان د ډلې د پخواني ویاند احسان الله احسان له خوا د داعش د ډلې په اړه د یو راپور د خپریدو وروسته د پاکستان په غوښتنه د طالبانو د حکومت له خوا د دغې خبرې شبکې د بندیدو د پریکړې په اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې پاکستان د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د فعالیتونو په اړه خپلې اندیښنې د مختلفو چینلولو له لارې د طالبانو حکومت چارواکو ته رسولي دي.

میرمن بلوڅ وویل:" مونږ د هر هغه اقدام هرکلی کوو چې افغان مقامات (طالبان) یې د تحریک طالبان پاکستان او نورو تروریستي ډلو پر وړاندې چې په افغانستان کې فعالیت کوي او له هغه ځایه د پاکستان امنیت ګواښوي اوچتوي".

د المرصاد خبرې شبکه په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې پر خلاف راپورونه او خبرونه خپروي. د راپورونو له مخې د طالبانو حکومت ددغې شبکې فعالیت څو ورځې وړاندې درولی دی. خو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې اړه تراوسه تبصره نه ده کړې.

په دغه خبري کنفرانس کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې یو ځل بیا له دغه هیواد څخه د ۱.۴ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو له پریکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې دا پریکړه د کډوالۍ د قوانینو پر اساس پلی کیږي او هغه افراد په کې په نښه کیږي چې په پاکستان کې په غیرقانوني ډول اوسیږي.

میرمن بلوڅ له پاکستان څخه د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو د پلان د لغوه کیدو په اړه د ملګروملتونو د کډوالو د نړیوالې ادارې (UNHCR) د غوښتنې په هکله وویل چې دا اداره د کډوالو سره سروکار لري او د قانوني اسنادونلرونکو کسانو اړوند مسایل ددې ادارې پورې تړاو نلري.

میرمن بلوڅ وویل چې پاکستان د ملګروملتونو د کډوالو د نړیوالې ادارې (UNHCR) ددې غوښتنې سره موافق دی چې قانوني کډوال باید په خپله خوښه او درناوي سره د یو مشورتي بهیر په ترڅ کې خپل هیواد ته ستانه شي. میرمن بلوڅ وویل چې په دې برخه کې یو درې اړخیز میکانیزم هم شته دی.

د طالبانو حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې دغو تازه څرګندونو ته غبرګون نه ښودلی، خو دمخه د طالبانو حکومت چارواکو د پاکستان دغسې ادعاوې ردې کړي وې او ویلي وو چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پر خلاف وکاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG