سري لانکا الف لوبډلې جمعه اکتوبر ۲۵ (لړم څلورمه) د د اسیا ایمرجینګ کپ په نیمه پایلوبه کې د پاکستان الف لوبډلې ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لاره وکړه.
د عمان په مسقط کې په نننۍ لوبه کې پاکستان د پچې له ګټلو وروسته لومړۍ توپ وهنه غوره کړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې د نهو ویکټو په بایللو مخالف لوري ته د ۱۳۴ نسبتا ټیټ هدف وټاکه.
سري لانکا دغه هدف په ۱۷م اوور کې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه یې وګټله.
د پاکستان الف لپاره عمیر یوسف ترټولو زیاتې ۶۸ منډې وکړې او پاتې ټول لوبغاړي یې له ۱۵ څخه د لږ منډو کولو سره وسوځېدل.
د سري لانکا توپ اچوونکي په څلورو اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې، څلور لوبغاړي یې وسوځول او ددې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی شو.
د سري لانکا الف لوبډلې لپاره اهان ویکرماسینګ ۵۲ منډې وکړې او ترپایه ونه سوځېد.
نن ددې جام دوهمه لوبه د افغانستان الف (ابدالیانو) او هند الف لوبډلو ترمنځ ده چې ګټونکې لوبډله به یې یکشنبې (اکتوبر ۲۷) له سري لانکا سره په پایلوبه کې مخامخ کیږي.
فورم \ دبحث خونه