د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د سترې محکمې غړیتوب ته ونوموله


د پاکستان د سترې محکمې نوې ټاکل شوې غړې عایشه مالک
د پاکستان د سترې محکمې نوې ټاکل شوې غړې عایشه مالک

د پاکستان قضایي کمیسیون ددې هیواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره عایشه مالک ددې هیواد د سترې محکمې د قاضۍ په توګه ونوموله.

دغه کمیسیون چې د قاضیانو د ترفیع په اړه پریکړه کوي، ۵۵ کلنه میرمن مالک یې دغې مقام ته پیشنهاد کړې ده.

پدې اړه راتلونکی ګام د پارلماني هیات تصمیم دی؛ چیرته چې د عمران خان په مشرۍ واکمن تحریک انصاف پاکستان ګوند دغه مقام ته د میرمن مالک د تائید لپاره پوره غړي لري.

د وکیلانو د ټولنې غړې زهرا وایاني،‌ وویل چې دا میرمن مالک د ټاکلو په معنی دي نه د هغې د نوماندې په معنی.

د وکیلانو یو شمیر ټولنو ددې قاضۍ د نوماندۍ په اعتراض کې ویلي دي چې دا ټاکنه د تجربې او د خدمت د دورې د اصل په اساس نده شوې او ګواښ یې کړی دی چې که د عالي محکمې د قاضیانو د نوماندۍ د تصویب کیدو لپاره ځانګړي معیارونه په پام کې ونه نیول شي، هغوی به اعتصابونه وکړي او د محکمې کاري بهیر به تحریم کړي.

د پاکستان قضایي هیت چې نهه غړي لري، تیر کال هم د میرمن مالک نوماندي رد کړه او باخبره منابع وایي چې د هغې اوسنۍ نوماندي هم پنځه د څلورو رایو په مقابل کې وه.

XS
SM
MD
LG