د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پارلمان نوی رئیس وټاکه؛ د عمران خان پلویانو یې مخالفت کړی


د پاکستان د ملي اسامبلۍ ۳۳۶ وکیلانو په دغه هېواد کې له عمومي ټاکنو درې اونۍ وروسته د پنجشنبې په ورځ لوړه وکړه.
د پاکستان د ملي اسامبلۍ ۳۳۶ وکیلانو په دغه هېواد کې له عمومي ټاکنو درې اونۍ وروسته د پنجشنبې په ورځ لوړه وکړه.

د پاکستان پارلمان د جمعې په ورځ مارچ ۱ (کب ۱۱) د پخواني صدراعظم عمران خان د ملاتړو وکیلانو د مخالفت سره سره، خپل رئیس وټاکه.

د پوځ د ملاتړ لرونکي پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند سردار ایاز صادق د خپل ګوند د غړیو او څو نورو وکیلانو له خوا د ملي اسامبلۍ رئیس وټاکل شو.

د پاکستان د نوي پارلمان ۳۳۶ وکیلانو په دغه هېواد کې له عمومي ټاکنو درې اونۍ وروسته د پنجشنبې په ورځ لوړه وکړه.

د فبرورۍ اتمې په ټاکنو کې، چې پکې د پراخو درغلیو تورونه لګېدلي، د زنداني شوي عمران خان د تحریک انصاف ګوند پلویانو تر نورو ګوندونو زیاتې رایې وګټلې. خو د نوي حکومت جوړولو دپاره مسلم لیګ نواز له پیپلز ګوند سره ایتلاف کړی ترڅو تحریک انصاف حکومت جوړولو ته لار ونه مومي.

د پارلمان د رئیس د ټاکلو پر وخت د تحریک انصاف ملاتړو وکیلانو د پارلمان پر پخوانی رئیس انتقادونه وکړل. هغه نن په پارلمان کې د نوي رئیس دپاره د رایې اچونې څارنه کوله

د تحریک انصاف ملاتړي وکیل عمر ایوب خان وویل: "څنګه یو بهرنی کس کولی شي په رای اچونه کې برخه واخلي؟ تاسو څنګه کولی شئ د عمران خان ګوند چې قانوني حق لري، له [ټاکنو] خارج کړئ؟"

په پارلمان کې وکیلانو د رایې اچونې پر مهال دا شعار ورکاوه، "څوک به پاکستان وژغوري؟" چې د تحریک انصاف د نورو ملاتړو له خوا په "عمران خان!" بدرګه کېده.

د ملي اسامبلۍ د ریاست دپاره په ټاکنو کې سردار ایاز صادق د تحریک انصاف کاندید ته د ۹۱ په مقابل کې په ۱۹۹ رایو ماتې ورکړه.

د تحریک انصاف ملاتړې ادعا کوي چې د فبرورۍ په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي دي. په دغو ټاکنو کې له ګډون څخه د تحریک انصاف ګوند منع شوی و او کاندیدان یې مجبور شول چې په خپلواک ډول په ټاکنو کې برخه واخلي.

سردار ایاز صادق د مسلم لیګ نواز او پیلپز ګوند په تیر ایتلافي حکومت کې هم د پارلمان رئیس وو چې په ۲۰۲۲ کال کې یې پخوانی صدراعظم عمران خان سلب اعتماد او شهباز شریف یې پر ځای وټاکه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG