د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د پوځي الوتکې د غورځیدو له امله ١٨ تنه وژل شوي


پاکستاني پوځیان د الوتکې د پرزیدلو په ساحه کې
پاکستاني پوځیان د الوتکې د پرزیدلو په ساحه کې

په پاکستان کې د سه شنبې په سحر وختي یوه پوځي الوتکه د خلکو د استوگنې پر سیمې غورځیدلې چې پکې ١٨ تنه وژل شوي.

پاکستاني مقامات وایي د راولپنډۍ ښار کې د یوې پوځي الوتکې د لویدلو په پیښه کې لږ تر لږه ١٨ کسان وژل شوي دي.

دغه الوتکه د استوگنې په سیمه کې لویدلې او څو کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د مقاماتو په وینا د الوتکې د سپرلیو سربیره ١٣ ملکي وگړي هم د وژل شویو کسانو په ډله کې دي.

د پاکستان پوځ ویلي چې په دې پیښه کې د الوتکې د دوو پیلوټانو په گډون پنځه تنه وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د پاکستان د پوځي هوایي چلند یوه کوچنۍ الوتکه په راولپنډۍ کې په کورونو غورځیدلې ده چې پکې د دوو پیلوټانو په شمول پنځه تنه سپاره وو، دغه ټول کسان وژل شویدي. اعلامیه وایي چې پوځي الوتکه د تمرین په حال کې وه.

په پاکستان کې رسنۍ وایي چې الوتکه په کورونو غورځیدلې ده او د غورځیدو سره اور ولگیده چې د دغې له کبله په خپلو کورونو کې په خوب ویده خلک مړه شویدی.

د پیښې شاهدین وایي چې د غورځیدو نه مخکې د الوتکې په شاته برخې کې اور لگیدلی و او د سوځیدلې ټوټو پرچو په کورونو د غورځیدلو له کبله کورونو ته اور ولگیده.

په دغه پیښه کې گڼ شمیر کسان زخمیان هم دي خو لا تر اوسه یې دقیق شمیر نه دی معلوم. پاکستاني رسنۍ وایي چې د مړو د شمیر د زیاتیدو اندیښنه موجوده ده.

XS
SM
MD
LG