د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: پاکستان به هیڅکله په جګړې کې د امریکا ملګرتیا ونکړي


عمران د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په جګړې کې د پاکستان ورګډیدل حماقت بللی.
عمران د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په جګړې کې د پاکستان ورګډیدل حماقت بللی.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په جګړې کې د خپل هیواد پالیسي چې د جګړې د "لومړۍ جبهې دولت" په توګه کارول کیده "حماقت" وباله او زیاته یي کړه چې هیڅکله به په جګړې کې د امریکا ملګرتیا ونکړي.

ښاغلي خان د خپل هیواد د امنیتي او اقتصادي ستونزو د رامنځته کیدو ملامتي هم د پاکستان د وخت په پالیسۍ واچوله.

د پاکستان صدراعظم پارلمان ته په وینا کې وویل، " مونږ به تل د امریکا سره په سوله کې ملګري اوسو، خو نور هیڅکله په جګړې کې ملګري نه یو."

پاکستان تل ادعا کوي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې کې یې ډیر مالي او ځاني زیانونه ګاللي خو امریکا بیا تل پاکستان تورنوي چې د میلیاردو ډالرو مرستو د تر لاسه کولو باوجود یې وسله والو ډلو ته د پټیدو او روزنې ځایونه ورکړي او د همدي ځایونو نه په افغانستان کې د جګړې بندوبست کوي.

سره لدې چې پاکستان تل دغه تورونه رد کړي خو د دې هیواد د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د یو پاکستاني تلویزیون سره په تازه مرکې کې ومنله چې د طالبانو کورنۍ پدې هیواد کې ژوند کوي.

شیخ رشید ویلي و، "د افغان طالبانو کورنۍ د اسلام اباد په حدودو ، روات، لوی بیر، باره کهو، تر نول او ځینو نورو ځایونو کې اوسیږي.

شېخ رشید احمد همدارنګه ویلي چې د افغان طالبانو مړي په پاکستان کې ښخیږي او د ټپيانو درملنه په پاکستاني روغتونونو کې کیږي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان هم پارلمان ته پخپلو خبرو کې ومنله چې د طالبانو کورنۍ پدې هیواد کې ژوند کوي او دا یې په طالبانو د فشار راوړلو یوازینۍ لار وبلله.

عمران خان وویل، "آیا د هغوي (طالبانو) کورنۍ باید ونیول شي او په زندان کې وچول شي؟ امریکا د پاکستان نه نور د څه شي توقع لري؟"

XS
SM
MD
LG