د لاس رسي وړ اتصالات

صالح پاکستان ته: طالبانو سره د یو لاس پاتې کېدو بیه به ډېره لوړه وي


امرالله صالح د ولسمشر غني لومړی مرستیال
امرالله صالح د ولسمشر غني لومړی مرستیال

په داسې حال کې چې د افغانستان ولسمشر او مل پلاوی یې له امریکا نه بیرته افغانستان ته راستون شوی دی، لومړي مرستیال امرالله صالح اسلام اباد ته خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د یو لاس پاتې کېدو بیه به ډېره لوړه ورته تمامه شي.

ښاغلي صالح نن یکشنبه جون ۲۷ (چنګاښ شپږمه) ویلي چې واشنګټن ته د افغان پلاوي سفر د لاسته راوړنو ډک و او زیاته کړې یې ده چې د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته په افغانستان کې د سیمې په رول باندې لوی بحثونه شوي‌ دي.

هغه په خپلې فیسبوک پاڼې کې لیکلي دي: "اسلام اباد د طالبانو کوربه په توګه د دغې ډلې له زېږدنې تر اوسه کولی شي د سولې پروسې کې ښه ونډه ولوبوي چې وکړای شي د افغانستان د اعتماد وړ ملګری شي. د اوسني سیاست دوام چې جمهوریت سره خبرې او عمل د طالبانو سره وي یوازې د بې اعتمادۍ سبب کیږي."

صالح زیاته کړې: "د طالبانو د ملاتړ بیه به ډېره لوړه وي. وضعیت بدل شوی. نن ورځ نه یوازې موږ بلکې د پاکستان په پارلمان کې ځینې ویښ وجدانونه د طالبانو پر لاس د افغانانو د وژنې سیاستونه محکوموي."

له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي وو چې د غني په سفر کې هسې نه چې پاکستان د افغانستان په جنګ کې اصلي عامل وګڼل شي.

ښاغلي قریشي د جون په ۲۴ د افغانستان- پاکستان دوه اړخیزې ناستې کې ویلي وو: "هغوی ته د ښو لیدنو تمه لرو خو مخکې له مخکې وایم که واشنګټن ته تګ د پاکستان ملامتول وي دا سفر به هیڅ ګټه ونلري."

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال ټینګار کړی چې د افغانستان اقتصادي ودې ته په سمیې کې اجماع رامنځ ته شوې خو یوازې د یو هېواد پرته نور ټول افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتوونکي‌ دي.

له دې مخکې ولسمشر غني د شپیګل ورځپاڼې سره په یوې مرکې کې پاکستان په دې تورن کړی چې "له طالبانو سیستماتیک ملاتړ" کوي.

له بلې خوا پاکستان دغه تورونه رد کړي دي. د قریشي په ادعا، اسلام اباد د افغانستان د سولې په ټینګولو کې بیسارې هڅې کړي دي.

XS
SM
MD
LG