د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني پولیسو په یو ماشوم باندې د 'جنسي تېري' په تور دوه ملایان نیولي 


تصویر د دې پېښې نه دی.
تصویر د دې پېښې نه دی.

د پاکستان د پنجاب په ایالت کې پولیس چارواکي وايي د یوې مدرسې دوه ملایان یې په یو ۱۰ کلن ماشوم باندې د جنسي تېري په تور نیولي دي.

د پنجاب د «خانوال» ولسوالۍ د پولیسو ویاند چوهدري عمران وویل چې دا ملایان نن یکشنبه اپریل ۳۰ (غوايي لسمه) نیول شوي دي. پولیس وايي د ماشوم تره شکایت کړی و چې په وراره یې جنسي تېری شوی دی، پېښه تېره ورځ شوې.

د ماشوم تره ویلي دي چې په مدرسې کې د خپل وراره د لیدو لپاره ورغلی و،‌ چې ویې لیدل یو ملا پرې جنسي تېری کوي او بل یې ورته منتظر ولاړ دی. دا ماشوم په دغې مدرسې کې له تېر کال راهېسې درس وايه.

چوهدري عمران وویل چې پولیسو له ابتدايي تحقیقاتو وروسته دا دوه ملایان په ماشوم باندې د جنسي تیري په تور ونیول. نوموړي وویل چې ماشوم روحآ او جسمآ ژوبل شوی او په سیمه ایز روغتون کې بستر کړل شوی دی.

پولیس وايي چې نیول شوي دوه کسان لا مدافع وکیلان نلري او خبریالانو سره خبرو کولو ته هم نه دي پرېښودل شوي.

د پاکستان په مدرسو کې په ماشومانو باندې د جنسي تېري ادعاوې او راپورونه وخت ناوخت ورکول کېږي او د قرباني ماشومانو میندو او پلرونو او خپلوانو د شکایتونو سره سره په جنسي تېري تورن کم «ملایان» نیول کېږي.

په ۲۰۲۰ کې د اسوشیتډپرس یو تحقیق ښيي چې په پاکستان کې د مدرسو په استادانو باندې د جنسي تېري، ځورونې او فزیکي خشونت لسګونه راپورونه ثبت شوي دي. د مدرسو اکثریت شاګردان د بې وزلو کورنیو اولادونه دي.

راپور وايي چې وايي په اکثریت پېښو کې کورنۍ د خپل شرم او حیا د ساتلو لپاره په خپلو اولادونو باندې د جنسي تېري او ځورونې قضیې پټې ساتلي دي او په ډېرو پېښو کې «ملایان» بخښل شوي دي.

XS
SM
MD
LG