د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د چینایي انجینرانو برید په تړاو د افغانانو په ګډون ۱۲ تنه نیولي


د پولیسو دې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پرس خبري اژانس ته پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، وویل چې تر لسو ډیر مشکوک کسان نیول شوي چې افغان اتباع هم پکې شامل دي، خو دا یې ندي ویلي چې دا کسان چیرته او څه وخت نیول شویدي.
د پولیسو دې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پرس خبري اژانس ته پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، وویل چې تر لسو ډیر مشکوک کسان نیول شوي چې افغان اتباع هم پکې شامل دي، خو دا یې ندي ویلي چې دا کسان چیرته او څه وخت نیول شویدي.

د پاکستان د امنیتې ځواکونو یوې جګپوړې سرچینې سه شنبه اپریل ۲ ( وري ۱۴) ویلي چې پولیسو په چینایي انجیرانو ځانمرګي برید په تړاو ۱۲ تنه نیولي چې افغان وګړي هم پکې شامل دي.

د پولیسو دې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پرس خبري اژانس ته پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، وویل چې تر لسو ډیر مشکوک کسان نیول شوي چې افغان اتباع هم پکې شامل دي، خو دا یې ندي ویلي چې دا کسان چیرته او څه وخت نیول شویدي.

اسلام آباد تور لګوي چې په پاکستان کې د تازه بریدونو ډیروالي سرمنشه افغانستان دی او په طالبانو یې تور لګوي چې د سله والو ډلو په مهارولو کې پاتې راغلی خو د طالبانو حکومت په پرله پسې توګه رد کړې چې ګواکې وسله والو ته یې د پټیدو خوندي ځای ورکړی.

سره لدې چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ تیره اوونۍ په چینایي انجینرانو ځانمرګي برید کې لاس لرل رد کړي، خو د پاکستان دې جګپوړي پولیس وویل د لومړنیو معلوماتو داسې څرګندیږي چې دا برید به د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) کړی وي.

د خیبر پښتونخوا پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې ادعا کړې چې په چینایي انجینرانو د ځانمرګي برید لپاره موټر او چاودیدونکي مواد د افغانستان څخه د چمن د لارې پاکستان ته وړل شوي خو د امنیتي چارو مبصرین چې د پاکستان په هکله معلومات لري، وایي چې د چمن څخه د شانګلې تر سیمې چې دا ځانمرګی برید پکې شوی، د چاودیدونکو موادو ډک موټر وړل، د پوښتنې وړ ادعا ده.

یو ځانمرګي بریدګر تیره سه شنبه په خیبر پښتونخوا کې د یو بریښنا بند د جوړولو ځای سره نږدې د چینايي انجنیرانو موټر په نښه کړ چې پنځه چینایي انجینران او د پاکستان موټر چلوونکی یې پکې ووژل شول.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې برید د کولو ادعا نده کړې، خو تر دې وړاندې په چینایي اتباعو د بریدونو د کولو ادعا بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلې کړې.

چین په اقتصادي بحران کې د ګیر پاکستان تر ټولو نږدې سیمه ایز متحد بلل کیږي، چې د مالي ستونزو د هواري په برخه کې ورسره مرستې کوي.

بیجینګ د خپل "یو کمربند او یوې لارې" د زیربنايي پروژو د دوو ټریلیون ډالرو نړیوال نوښت په چوکاټ کې، په پاکستان کې په میلیاردونو ډالر پانګونه کړې ده.

خو پاکستانیان له اوږدې مودې راهیسې شکایت کوي چې دوی ددې پروژو په دندو او ګټه کې خپله مناسبه برخه نه ترلاسه کوي.

سره له دې چې د پاکستان په امنیتي ځواکونو او ملکیانو د ډیرو بریدونو ملامتي پر پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) اچول کیږي، خو بلوڅ بیلتون غوښتونکي، د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګه او نورې وسله والې ډلې هم په دې هیواد کې فعالې دي چې وخت ناوخته بریدونه کوي.

اسلام اباد ادعا کوي چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې د پټیدو خوندي ځایونه لري او له هماغه ځایه په پاکستان کې د بریدونو بندوبست کوي خو د افغانستان طالبان دا تورونه نه مني او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د دې راپور ځیني معلومات د امریکا غږ ډیوه څانګې څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG