د لاس رسي وړ اتصالات

صدراعظم شهباز شریف به د اګست په نهمه پارلمان ړنګ کړي - سرچینې


ټاکل شوې، چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف به د پاکستان د ملي پارلمان د کاري مودې پای ته رسیدلو څخه درې ورځې دمخه د اګست په نهمه د پاکستان جمهور رئیس عارف علوي ته د دغه هیواد د پارلمان د ړنګیدو سپارښتنه وکړي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې ته یوې سرچینې ویلي، چې صدراعظم شهباز شریف دا معلومات په خپل ائتلافي حکومت کې د شاملو سیاسي ګوندونو د ملي پارلمان د غړو سره په یوه میلمستیا کې چې تیره شپه د هغوی په ویاړ د صدرات په ماڼۍ کې جوړه شوې وه شریک کړي دي.

د پاکستان د قوانینو له مخې که ملي پارلمان د خپلې قانوني مودې د پای ته رسیدلو دمخه ړنګ شي نو د پارلمان د ړنګیدو ۹۰ ورځې وروسته باید نوې ټاکنې وشي.

خو د پاکستان د اساسي قانون له مخې که چیرې پارلمان خپله ټاکلې قانوني موده بشپړه کړي نو باید ټاکنې د پارلمان د دورې پای ته رسیدلو ۶۰ ورځې وروسته ترسره شي.

د پاکستان د ملي پارلمان کاري موده د اګست په ۱۲ پای ته رسیږي.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې که چیرې د دغه هیواد جمهور رئیس د صدراعظم په غوښتنه پارلمان ړنګ نه کړي نو د ۴۸ ساعتونو وروسته د صدراعظم دا سپارښتنه پخپله عملي کیږي او پالمان ړنګیږي.

صدراعظم شهباز شریف تېره شپه په دغه میلمستیا کې ویلي، چې په تېر يو کال کې د سختو مشکلاتو سره مخامخ وو.

هغه ویلي،چې د پیسو د نړیوال وجهې صندوق " آی ایم ایف" څخه د پور ترلاسه کول ورته په یو ډیر ستر ګواښ بدل شوی و.

پاکستان اوس مهال ډیرو اقتصادي ننګونو سره مخ دی. د پیسو وجهې صندوق " آی ایم ایف" تیره میاشت د پاکستان د حکومت سره د اوږدو خبرو په پای کې دغه حکومت ته د درې میلیاردو ډالرو پور ورکولو سره موافقه وکړه.

د پاکستان د مالیې وزير اسحاق ډار تېره میاشت ویلي و، چې د پیسو د وجهې صندوق " آی ایم ایف" له خوا پاکستان ته د پور د ورکولو د تائید وروسته د پاکستان مرکزي بانک ته ۱.۲ ملیارده ډالره رسیدلي دي.

د اقتصادي چارو ځینې پاکستاني کارپوهان وايي، چې د "آی ایم ایف" سره د نهه میاشتو دپاره د پور پروګرام ترلاسه کېدل پاکستان ته دا موقع په لاس ورکوي، چې اقتصادي اصلاحات وکړي او اقتصاد په سم لوري روان کړي.

ټاکل شوې، چې صدراعظم شهباز شریف به د سرپرست حکومت د غړو په اړه خپلې سلامشورې د جمعې په ورځ د خپل ائتلافي حکومت د غړو سره په آنلین بڼه ترسره کړي. هغه له وړاندې په دې اړه د نوازشریف مسلیم لیک ګوند او د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوټو زرداري سره سلامشورې کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG