د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د امریکا لخوا په چینایي شرکتونو باندې د بندیزونو په لګولو اعتراض وکړ


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ

د پاکستان حکومت د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا په څو نړیوالو شرکتونو باندې د بندیزونو د لګولو په پریکړې انتقاد کړی چې وایي د دې هیواد د بالستیک توغندیو پروګرام سره یې مرسته کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ شنبه اپریل ۲۰ (غوایي لومړۍ) پرته لدې چې د متحده ایالاتو نوم واخلي وویل چې پاکستان د وسلو په صادراتو د کنټرول څخه سیاسي ګټه اخیستل ردوي.

میرمن بلوچ پخپلو خبرو کې وویل چې په ځینو سوداګریزو شرکتونو پخوا هم پدې تور بندیزونه لګیدلي و چې ګواکې د پاکستان د بالستیک توغندیو د پروګرام سره یې اړیکې درلودې خو هغې پدې هکله کوم شواهد وړاندې نکړل.

ممتاز بلوچ زیاته کړه، "مونږ څو ځله یادونه کړې چې د صاداراتو په کنټرول د یو اړخیزو بندیزونو مخه دې ونیول شي او د اړوندو ډلو تر منځ دې خبرې وشي تر څو په ټکنالوژۍ ناسم بندیزونه ونه لګول شي چې یوازې د ټولنیز – اقتصادي پرمختګ په چارو کې ترې کار اخیستل کیږي".

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې همدارنګه وویل چې هیواد یې چمتو دی د موادو تر لاسه کولو او ګټې اخیستو په هکله معلومات ورکړي تر څو هغوي چې د دې ټکنالوژیو او موادو څخه په مشروع توګه د سوداګرۍ لپاره کار اخلي، ورته زیان ونه رسیږي.

میرمن بلوچ پخپلو خبرو کې پرته لدې چې د متحده ایالاتو یا بل هیواد نوم واخلي، وویل چې ځینې هیوادونه چې د وسلو او نظامي ټکنالوژیو نه خپرولو "جدي ادعاوې" کوي، کله نا کله د ځینو هیوادونو لپاره معافیت ورکوي او د پرمختللو نظامي وسایلو تر لاسه کولو لپاره یې ورته د جواز شرایط هم معاف کړیدي.

د وزارت ویاندې وړاندې د دې هیوادونو کړنو ته په اشارې سره وویل، "دا ډول تبعیضي کړه وړه او دوه مخي اصولونه د وسلو نه خپرولو رژیمونو اعتبار ته زیان رسوي او د نظامي ګډوډۍ سبب کیږي، سیمه ایزه او نړیواله سوله او امنیت کمزوری کوی".

داسې ښکاریده چې د میرمن بلوچ اشاره د متحده ایالاتو او هند تر منځ نظامي همکارۍ ته وه.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ په څلورو بهرنیو شرکتونو بندیزونه ولګول چې د پاکستان د بالستیک توغندیو پروګرام لپاره د موادو په برابرولو کې یې مرسته کړې.

دا شرکتونه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرې بندیزونه لګولي، یو یې په بیلاروس او درې نور یې په چین کې مرکزي دفترونه لري.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې دا بندیزونه د هغه اجرائیوي حکم له مخې پدې شرکتونو لګول کیږي چې د ډله ایزې تباهۍ وسلې خپرونکي او هغوي چې امکانات ورته برابروي، تر هدف لاندې نیسي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دې څلورو شرکتونو پاکستان ته داسې مواد لیږدولي چې د لیرې واټن توغندیو په ګډون د بالستیک توغندیو په پروګرامونو کې ترې کار اخیستل کیږي.

په بیلاروس کې د مینسک په نامه د تراکتور ټایرونو جوړولو شرکت، په چین کې د شیان لانج په نامه د ټکنالوژۍ پرمختګ شرکت، د تیانجین نړيوالې خلاقۍ سوداګرۍ شرکت او د ګرانپیت شرکت په نامه هغه شرکتونه دي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرې بندیزونه لګولي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې دې ټولو شرکتونو داسې مواد، ټکنالوژي او امکانات پاکستان ته برابر کړي چې د مزایلو او بالستیک توغندیو په جوړولو کې په کاریږي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د دې اقدام له کبله د همدې ټولو شرکتونو ټول جایدادونه او ګټې چې په متحده ایالاتو کې او یا د امریکایي اتباعو په کنټرول یا مالکیت کې دي، ضبطیږي او د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو کنټرول ادارې ته باید وسپارل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG