د لاس رسي وړ اتصالات

په لندن کې د بلوچستان د ازادۍ شعارونو لانجې پیدا کړي


په لندن کې په ځینو ټیکسي موټرونو او په دیوالونو د بلوچستان د ازادۍ شعارونه لیکل شویدي چې پاکستان یې په غوصه کړی. د پاکستان حکومت په خپل ملک کې د برتانیې سفیر تامس ډیو احضار کړ او د دغو شعارونو په ضد یې ترینه د اقداماتو غوښتنه وکړه . د پاکستان حکومت وایي چې دغه د پاکستان په حاکمیت تیرې دی.

په دغو ټیکسي موټرو د بلوچستان د ازادۍ د شعارونو تر څنگ دا هم لیکل شویدي چې تښتول شوي بلوڅې میرمنې دې ازادې شي.

په پاکستان کې پوځ د بلوڅ بیلتون غوښتونکو په خلاف عملیات کوي او د ډیرې مودې راهیسې د پاکستان د بلوچستان په صوبې کې د امنیت وضع خرابه ده.

په لندن کې د بلوڅانو د حقوقو یو فعال د نوم نه څرگندولو په شرط امریکا غږ ته وویل چې "د پاکستان استخباراتي ادارو اوس زمونږ ماشومان او ښځې د کورونه نه برمته کول شروع کړیدي. او هم د دغو ظلمونو دنیا ته د ښکاره کولو لپاره مونږ په لندن کې دغه مبارزه پیل کړیده."

د پاکستان پوځ تیره اونۍ د بلوڅ ازادي غوښتونکو یو مشر الله نذ‏ر ښځه او ماشومان د کویټه د یو روغتون نه توقیف کړي و چې په خلاف یې د پاکستان په ټولنیزورسنیو سخت عکس العمل راپاریدلی و. دغه توقیف شوي ماشومان او ښځې دوه ورځې وروسته پریښودل شول.

په لندن کې د بلوڅانو د حقونو لپاره ډلې ( چې د نړۍ د بلوڅانو اداره نومیږي ) په خپل ټویټر لیکلې دي چې د دې باوجود چې پاکستان کوښښ کوي د هغوي دغه هڅې ناکامې شي، هغوي خپلې مبارزې ته دوام ورکړیدی.

پاکستان اکثره په گاونډی ملک هند تور لگوي چې د دغو بلوڅ بیلتون غوښتونکو سره مرسته کوي. هند بیا د پاکستان تورونه ردوي.

په واشنگټن کې میشت بلوڅ ژونالسټ ملک سراج اکبر امریکا غږ ته وویل چې دا یو داسې حالت دی چې پاکستان ورسره پخوا چیرته ندی مخ شوی. هغه وویل "اکثر مذهبي او یا نورې اقلیتي ډلې په پاکستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په ضد په نورو ملکونو کې مظاهرې کوي خو بلوڅان یواځېنی داسې قام دی چې په زغرده د پاکستان نه ازادي غواړي. هم په دی وجه د پاکستان حکومت باور کوي چې داسې مبارزه د پاکستان په تاوان ده او داسې څرگندیږي چې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو غورځنگ ډیر قوي دی."

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG