د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي پاکستان به د افغانستان د هوايي چلند کارکوونکي روزي


په اسلام اباد کې د افغاستان سفارت په فیسبوک کې دا اعلامیه خپره شوې
په اسلام اباد کې د افغاستان سفارت په فیسبوک کې دا اعلامیه خپره شوې

په کابل کې د طالبانو حکومت ویلي پاکستان د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې کار کوونکو ته د اطفايي، مصؤنیت، د ترافیکو کنټرول، هوا پيژندنې او د هوايي ډګر د مدیریت برخه کې د مسلکي روزنې ژمنه کړې ده.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت نن سې شنبه نومبر ۱۶ (لړم ۲۵) په خپل رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي چې پاکستاني چارواکو یادې ژمنې دغه هیواد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي د سفر پرمهال کړي دي.

یاد سفارت زیاته کړې: "د پاکستان لوری ژمنه کوي چه دافغانستان د هوایي چلند کار کوونکو ته د اطفایې، مصونیت، کنترول ترافیک، هوا پیژندنې او د هوایي ډګر د مدیریت په برخو کې لازمې مسلکې زده کړې برابرې او تر سره کړي."

د کابل او اسلام اباد تر منځ په اونۍ کې لس پروازونه کېدل او د مسافرینو د سیټونو شمېر له ۱۰۰۰ څخه ۱۵۰۰ پورته کول نور هغه څه دي چې د سفارت په وینا د طالب چارواکو او پاکستان ترمنځ هوکړه شوې ده.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په خپلې فېسبوک پاڼه لیکلي:"د اسلام اباد او کابل ترمنځ هر لوری په اونۍ کی لس پروازه عملي کولاي شې چی له دې جملې څخه دوه الوتنې په لویو الوتکو او پاتی اته الوتنی په وړو الوتکو کی عملی کیږي."

په اعلامیه کې ویل شوي پاکستان چې د هر هوایي ډګر نه وغواړي د افغانستان د کابل، مزار شريف او کندهار هوايي ډګرونو ته الوتنې کولاي شي. او په مقابل کې د افغانستان لوری هم د افغانستان د هر هوایي ډګر نه چه وغواړي د پاکستان اسلام اباد، پیښور او کویټې هوايي ډګرونو ته الوتنې کولاي شي.

په بیان کې ویل شوي چې د افغانستان لوری غواړي په نژدې راتلونکي کې د کوټې پر ځای د کراچۍ هوایي ډګر ته د الوتنو اجازه ورکړل شي. د پاکستان حکومت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو استازي دي. څه موده مخکې پاکستاني چارواکو منلې وه چې طالبانو اسلام اباد ته خپل «دپلوماتان» استولي دي.

د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د کابل، کندهار، مزارشریف هوايي ډګرونو ته کورني او نړیوال پروازونه بند شول، خو تر څه مودې وروسته د طالبانو خوا د یادو هوايي ډګرونو د بیرته فعالېدو خبر ورکړل شو.

د پاکستان د (PIA) له لومړنیو بهرنیو هوايي شرکتونو څخه وو چې د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو وروسته یې افغانستان ته سوداګریز پروازونه پيل کړل.

تر دې مخکې ترکیې او قطر ویلي وو چې د کابل هوايي ډګر د چارو مسؤلیت به په غاړه واخلي، خو تر دا مهاله معلومه نه ده.

XS
SM
MD
LG