د لاس رسي وړ اتصالات

آریانا افغان هوایي شرکت له کابل څخه اسلام آباد ته الوتنې پیلوي


د آریانا افغان هوایي شرکت د پنجشنبې په ورخ نومبر ۱۱ (لړم۲۰) ویلي دي چې په اوونۍ کې دوه ځله په منظم ډول له کابل څخه اسلام آباد ته الوتنې پیلوي.

له دې وړاندې د کام ایر خصوصي شرکت هم په اوونۍ کې پنځه ورځې د کابل او اسلام آباد ترمنځ الوتنې پیل کړي دي.

آریانا هوایي شرکت چې روانه اوونۍ د کابل دبۍ ترمنځ هم الوتنې پیل کړي، د پنجشنبې او دوشنبې په ورځو به د کابل- اسلام آباد ترمنځ الوتنې ولري.

ددغه دولتي شرکت د چارواکو په وینا، له کابل څخه به اسلام آباد ته د پرواز ټکټ ۴۰۰ ډالره او له اسلام آباد څخه کابل ته ۱۰۰ امریکایي ډالره وي.

طالبان د اګست میاشتې په نیمایي کې پر ټول افغانستان واکمن شول او له هغه راوروسته په تدریجي ډول د کابل په هوایي ډګر کې نړیوال ټرافیک پیل او د کام ایر هوایي شرکت روانه اوونۍ د کابل او اسلام آباد ترمنځ په اوونۍ کې پنځه ځله الوتنې پيل کړې.

د آریانا شرکت دغه اعلان په داسې حال کې وشو چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په اسلام آباد کې دی او توقع کیږي چې نوموړي د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هوایي چلند په مسله هم بحث وکړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته کابل ته چارتر شوي پروازونه ترسره کیدل او تجارتي پروازونه بند وو.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت مخ په خرابیدو دی او د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغانستان د راتلونکې په اړه اندیښنې مخ په زیاتیدو دي ، له هغه هیواد څخه د خلکو د وتلو غوښتنه هم خورا زیاته ده.

دغه تقاضا وروسته له هغه زیاته شوه چې له پاکستان سره د افغانستان ځمکنۍ پولې هم تړلي دي.

د پاکستان پي ای اې شرکت وروسته له هغه تیره میاشت کابل ته خپلې چارتر شوي الوتنې بندې کړې چې د طالب چارواکو د مداخلې ادعا یې وکړه، طالبانو له یاد شرکت څخه غوښتي وو چې باید د خپلو ټکټونو قیمت راښکته کړي.‌

XS
SM
MD
LG