د لاس رسي وړ اتصالات

منظور پښتین له ضمانت وروسته بیا پولیسو ته سپارل شوی


د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې په دوو قضيو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين د ضمانت تر کېدو وروسته، هغه په يوه بله قضیه کې پولیسو ته سپارلی دی.

د غورځنګ یو مدافع وکیل مصدق خټک چې د منظور پښتین وکالت هم کوي، د سه شنبې په ورځ دسمبر ۲۶ (لیندۍ پنځمه) د امریکا غږ افغانستان څانګې ته وویل، پښتین د اګست ۱۸مې د ترنول د غونډې په قضیه کې د تحقیقاتو دپاره سپارل شوی دی.

مصدق خټک وویل: "خپله د پاکستان سترې محکمې او د استناف محکمې هم په دې اړه ویلي چې پولیس دې له یوه نیول شوي کس څخه د هغه د ټولو قضیو په باب پوښتنې ګرویږنې په یوه بهیر کې وکړي، داسې دې نه کوي چې په یوه مقدمه کې خوشې شي او په بلې کې ونیول شي. خو دا یوازې او یوازې کړول او ځورول دي. پښتین په اډیاله زندان کې ۱۵ ورځې تېرې کړې دوی ترې تپوس نه کاوه خو چې څنګه پوه شول چې عدالت یې ضمانت کوي نو په بله قضیه کې یې راګېر کړ."

د غورځنګ یوه مخکښ ادریس پښتین چې د منظور پښتین د راخوشې کېدو لپاره د ضمانت چارې پرمخ وړي، له امریکا غږ سره په خبرو کې د ترنول قضیه "جعلي"‌ وبلله او ویې ویل چې دغه ډول کړنې د پاکستان محکمه تر جدي پوښتنو لاندې راولي.

منظور پښتین د روانې ډسمبر میاشتې پر څلورمه نېټه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې کله هغه د وړو سوداګرو (لغړیانو) احتجاجي ناستې ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو. وروسته نوموړی د اسلام اباد پوليسو ته وسپارل شو.

په چمن کې ځايي چارواکو بیا له رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې منظور پښتین یې ځکه نیولې او پرضد یې ورته دوسیه جوړه کړې چې ساتونکو یې پر پوليسو ډزې کړې دي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ اسد قرار له امریکا غږ سره په خبرو کې دا تور ردوي او وایي چې ډزې د منظور پښتین پرموټر شوې چې نښې نښانې یې له ورايه ښکاري. پر ټولنیزو رسنیو هم د هغه موټر عکسونه خپاره شوي ول.

د غورځنګ غړو او پلویانو د منظور پښتین د نيول کېدو پرضد د پاکستان په ګډون په نوره نړۍ کې احتجاجونه کړي وو، د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون هم د پښتین د نیولو پرمهال په يو بیان کې د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د غورځنګ له مشرانو سره دې دا ډول چلند ودروي.

د پاکستان پولیسواو پوځي چارواکو په تېر کې پر دغه غورځنګ تور پورې کړی چې د دولت پرضد د ولس راپارولو هڅې کوي او امنيتي ځواکونه بدناموي، خو غورځنګ دا تورونه ردوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او په لویو غونډو کې توندې ويناوې یې د قانون د ۱۹مې مادې له مخې، غيرقانوني نه دي. په دې ماده کې راغلي چې پاکستاني وګړي د بیان ازادي لري.

پښتون ژغورنې غورځنګ چې په ۲۰۱۸ کال کې یې بنسټ اېښودل شوی، له هغه راهیسې د ناامنۍ پرضد او د پښتنو د مدني او بشري حقونو لپاره احتجاجي غونډې او لاریونونه کوي او وايي، چې ټولې هلې ځلې یې د پاکستان د قانون سره سمې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG