د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ښایي پاکستان ته د ٢٥٥ میلیون ډالره مرسته وځنډوي


د حقاني شبکې سره د پاکستان د قوي اړیکو د دوام په وجه امریکا ناهیلې شوې او کیدای شي هغه هیواد ته د ٢٥٥ میلیونو ډالرو مرسته وځنډوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یو راپور کې ویل شوي چې د ٢٠١٧ کال په اکتوبر کې کله چې پاکستاني ځواکونو یوه امریکایي-کاناډایي کورنۍ د سخت دریځو له منگلو وژغورله، هغوی د تښتونکو د ډلې نه یو تن چې د حقاني شبکې پورې مربوط و ، هم ونیو.

٣١ کلنه امریکایي میرمن کیتلان کولمن او کاناډایي میړه یې جاشوا بویل، د ٢٠١٢ کال په اکتوبر کې په افغانستان کې یرغمل شوي وو. هغوی پنځه کاله د حقاني شبکې پورې مربوطو طالبانو سره بندیان وو او د ٢٠١٧ کال د اکتوبر په ١٢ دغه جوړه د خپلو دریو ماشومانو سره د پاکستاني قواو په واسطه وژغورل شول.

پاکستاني مقاماتو هغه وخت رسنیو ته د حقاني شبکې د غړي د نیولو په اړه څه ونه ویل، خو امریکایي مقامات د حقاني شبکې ددغه غړي د نیولو نه خبر شول او فکر یې وکړ چې د هغه نیول ښایي لږ تر لږه د دې شبکې له بند څخه د یو بل امریکایي د خلاصون سبب هم شي.

دا معلومه نده چې امریکایي مقامات د حقاني شبکې د سخت دریځه له نیولو نه څنگه خبر شول، خو د نیویارک ټایمز په لیکنه امریکایي بې پیلوټه الوتکو یرغمل نیونکي څارل.

د همدې دلیل له مخې د نیوارک ټایمز په وینا امریکایي مقاماتو له پاکستاني مقاماتو وغوښتل چې دغه نیول شوي کس سره د لیدو فرصت دې ورکړي خو پاکستاني مقاماتو ورسره ونه منله.

د امریکا د غوښتنې له ردیدو وروسته ، د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ اداره په جدي توگه پاکستان ته د ٢٥٥ میلونو ډالرو د مرستې د نه ورکولو په جدي ارزونه بوخت ده.

د امریکایي مقاماتو د وینا په بنسټ ورځپاڼې لیکلي چې د متحده ایالاتو دغه اقدام د پاکستان په خاوره کې د ترهگرو ډلو د فعالیت پر ضد د اسلام آباد د چلند په وړاندې د واشنگټن د نه رضایت څرگندونکی دی.

د ٢٠٠٢ میلادي کال د پیل راهیسې متحده ایالاتو تر اوسه څه دپاسه ٣٣ میلیارد ډالر پاکستان ته ورکړیدي.

لوړپوړو امریکایي مقاماتو د ډسمبر په میاشت کې پاکستان ته د امریکا د ٢٥٥ میلیون ډالرو مرستې په اړه بحثونه وکړل او کیدای شي په دې هکله تصمیم په راتلونکو اونیو کې ونیول شي.

امریکایي مقاماتو چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې د پاکستان سره د مرستې موضوع "حساسه مسله" ده او په دې اړه یې څه ونه ویل چې د امریکا د مرستې په بدل کې باید پاکستان څه وکړي.

له دې دمخه پنتاگون د ٢٠١٧ کال د جولای په میاشت کې اعلان وکړ چې پاکستان د ٥٠ میلیونو ډالرو مرستې ورکول به وځنډوي، ځکه دغه هیواد د حقاني شبکې په وړاندې "پوره اقدامات" نه دي کړي.

نیویارک ټایمز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په قول لیکلي دي چې د پاکستان سره د امریکا راتلونکې مرستې به په پاکستان کې د میشتو ترهگرو ډلو په وړاندې د هغه هیواد پر اقداماتو پورې مربوطې وي.

پاکستاني مقاماتو تر اوسه د حقاني شبکې د یو غړي د نیولو او د امریکا د ٢٥٥ میلیون ډالرو د مرستې د ځنډولو په هکله څه نه دي ویلي.

کله چې امریکایي-کاناډایي جوړه له بنده ازاد کړای شول، جمهور رئیس ټرمپ د هغوی خوشې کیدل د امریکا او پاکستان په اړیکو کې "مثبته شیبه" وگڼل.

خو د حقاني شبکې د یو غړي د نیولو نه د خبرتیا وروسته امریکایي مقاماتو هڅه وکړه چې په کابل کې د امریکایي پوهنتون د استاد کیفن گینگ، په اړه هم خبر شي. ښاغلی کینگ د استرالیایي تیموتي ویکس، سره یوځای د ٢٠١٦ کال په اگست کې یرغمل شول.

XS
SM
MD
LG