د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د امریکاغږ ویبپاڼو بندولو ته غبرگونونه


په پاکستان کې د بشري حقونو فعالینو او د پارلمان غړو ویلي دي چې دا هغه دور ندی چې په رسنیو بندیز ولگول شي

په پاکستان کې د پیپلزگوند غړی پرویز اشرف امریکاغږ ته وویل "هغه دور تیر شویدی چې په رسنیو به بندیزونه لگول کیدل"

د پاکستان د تحریک انصاف گوند وزیرې زرتاج گل وویل چې هغه نده خبره چې د امریکاغږ ویبپاڼې تړل شویدي هغې وویل چې ځکه لا پدې اړه څه تبصره نشې کولی.

په اسلام اباد کې د خبریالانو د اتحادیې مشر رانا عظیم امریکاغږ ته وویل "مونږ د امریکاغږ د ویبپاڼو غیر فعاله کول په سختۍ سره غندو." هغه وویل چې کومه مسله وي نو په هغې دې خبره وشي، د ویبپاڼې بندول یې حل لاره نه ده.

د یادونې وړ ده چې دا لمړنې ځل نه دی چې پاکستان د رسنیو ضد اقدامات کوي. د پاکستان حکومت د دې نه مخکې په اسلام اباد کې د مشال دفتر هم تړلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په دې اړه په خپلې اعلامیې کې لیکلې چې د " پاکستان حکومت دې د بیان د ازادۍ د نړیوال قوانینو په وړاندې د خپل قانوني مسولیت درناوې وکړي او بندې شوې ویبپاڼې دې فعالې کړي."

د امریکا غږ مشرې امندا بنت هم په پاکستان کې د امریکا غږ د ویب پاڼو د بیرته پرانیستو ترڅنګ ویلي: " زموږ پر ویب پاڼو هر راز بندیز په سیمه کې هغه خلک چې په اردو او پښتو خبرې کوي، معلوماتو ته له لاس رسي څخه محروموي. "

د پاکستان حکومت د دسمبر په ١٢ د امریکاغږ اردو او پښتو څانگې ویبپاڼې بندې کړېدي. د پاکستان د استخباراتي ادارې یوې سرچینې امریکاغږ اردو څانگې ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې دغه ویبپاڼې د پښتون ژغورني د غورځنګ په اړه د رپوټونو خپرولو له کبله بندې شویدي

XS
SM
MD
LG