د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د شعیه ګانو په ضد مظاهرې


مظاهرې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې شوي.
مظاهرې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې شوي.

نن دویمه ورځ ده چې په پاکستان کې د شعیه ګانو پر ضد مظاهرې کیږي. مظاهرې د کراچۍ په ښار کې شوي او د سنیانو د سخت دریځو ډلو تر څنګ پکې زرګونو کسانو برخه اخیستې وه.

مظاهره چیانو په پاکستان کې د سني ډلو بیرغونه رپول او د خپلې ډلې د قوت شعارونه یې ورکول.

دا مظاهرې په پاکستان کې د عاشورا د ورځې د لمانځلو نه وروسته شوي. د سني ډلو مشرانو او پلویانو د شعیه فرقې په مشرانو تور لګولی چې د عاشورا په مراسمو کې یې د اسلامي تاریخي شخصیتونو په هکله د سپکاوي ډکې ویناوې کړیدي.

تر اوسه نده معلومه چې د شعیه ګانو مشرانو او پیروانو د عاشورا په مراسمو کې څه ویلي.

یو امنیتي چارواکي د اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې په مظاهرو کې شاخوا ۳۰ زرو کسانو برخه اخیستې وه خو په مظاهرو کې د تشدد کومه پیښه نده شوې.

دا مظاهرې د جماعت اهل سنت او سخت دریځې ډلې تحریک لبیک پاکستان تنظیم کړې وې.

دغو ډلو پخوا په پاکستان کې دیني مقدساتو ته د سپکاوي پر ضد د تشدد نه ډکې مظاهرې کړیدي.

XS
SM
MD
LG