د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان مسلم لیک نواز گوند غواړي شهباز شریف صدراعظم شي


٦٥ کلن شهباز شریف د پاکستان د پراخ ولایت پنجاب والي دی
٦٥ کلن شهباز شریف د پاکستان د پراخ ولایت پنجاب والي دی

د پاکستان د صدراعظم نواز شریف په استعفا سره دغه اټومي طاقت لرونکی هیواد د څو کالو نسبي ثبات وروسته د سیاسي کړکیچ او غوغا سره مخامخ شوی دی.

د پاکستان د مسلم لیک نواز واکمن گوند د گوښه شوي صدراعظم نواز شریف ورور د ٢٠١٨ کال په عمومي انتخاباتو کې د صدراعظمۍ د څوکۍ لپاره ټاکي. خو له دې د مخه باید دا گوند یو موقت صدراعظم انتخاب کړي چې د ښاغلي شریف په پاتې موده کې د صدرات چارې پرمخ بوزي.

شهباز شریف دمخه تر دې چې د خپل ورور ځای ونیسي باید په انتخاباتو کې ملي اسامبلې ته لاره ومومي.

٦٥ کلن شهباز شریف د پاکستان د پراخ ولایت پنجاب والي دی چې ددې هیواد د ١٩٠میلیون نفوس له نیمایي نه زیات وگړي په همدې ولایت کې اوسیږي.

نواز شریف د جمعې په ورځ وروسته له هغې استعفا وکړه چې ددې هیواد سترې محکمې د اداري فساد او پټو جایدادونو د لرلو په تور هغه سلب صلاحیت کړ. سترې محکمې همداشان د ٦٧ کلن نواز شریف او د هغه د کورنۍ په اړه د جنایي پلټنو حکم هم صادر کړی دی.

دا په داسې حال کې دي چې ښاغلي شریف په وار وار د درغلیو تورونه رد کړي دي. له بلې خوا وروسته له هغې چې د مسلم لیک نواز گوند یو لوړپوړي غړي په روان کړکیچ کې د پاکستان د ځواکمن پوځ د ځنو کسانو لاس لرلو ته اشاره وکړه، د نواز شریف گوښه کیدلو د پاکستان د دموکراسۍ په هکله اندیښنې وزیږولې.

د پاکستان پوځ د نواز شریف د استعفا او یا د هغو آوازو په اړه تبصره نه ده کړې چې وایي پوځ په سیاسي کړکیچ کې لاس لري. دمخه تر دې د پاکستان پوځ هغه ادعاوی رد کړې وې چې گواکې د سترې محکمې د تصمیم شاته د دوی لاس دی.

لنډمهاله مشرتابه ته اړتیا

د پاکستان د ډان ورځپاڼې په وینا د شریف گوند نن غونډه کوي چې خپل لنډمهاله مشر وټاکي او تر هغه د مشرتابه خلا ډکه کړي چې د نواز شریف ورور شهباز شریف د پاکستان د پارلمان غړیتوب ترلاسه کړي. ورځپاڼې ویلي چې دغه تصمیم د جمعمې په ورځ د صدراعظم په کور کې نیول شوی دی.

د پاکستان د دفاع وزیر آصف خواجه، د پلان وزیر احسان اقبال، او د نفتو وزیر شاهد عباسي د نواز شریف د گوند د هغو غړو له ډلې نه دي چې ممکن د ښاغلي شریف پر ځای د صدراعظم پع توگه وټاکل شي.

د حکومت مخالف گوند د سترې محکمې د پریکړې هرکلی کړی

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف گوند چې د نواز شریف د حکومت مخالف گوند دی د سترې محکمې د پریکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا د قانون او عدالت بریالیتوب دی.

ښاغلي خان ویلي د سترې محکمې له خوا د نواز شریف سلب صلاحیت کیدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دې پریکړې "پاکستان ته هیلې ورکړې او دا هغه څه دي چې ټول خلک پرې خوشحالۍ کوي".

د هغه په وینا له دې وروسته به پاکستان د اساسي قانون نه مخې نه د یوې کورنۍ له خوا رهبري کیږي.

په ١٩۴٧ کې جوړیدو راهیسي په پاکستان کې هیڅ صدراعظم خپله قانوني دوره نه ده بشپړه کړې.

XS
SM
MD
LG