د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان د محکمې پرېکړه ونه منله او د استیناف غوښتنه یې وکړه


د پاکستان مخکني صدراعظم عمران خان د اختلاس په قضیې کې د سه شنبې په ورځ اګست اتمه (زمری۱۷) د اسلام اباد د محکمې پرېکړه نه ده منلې او د استیناف غوښتنه یې وکړه.

د عمران خان وکیل نعیم حیدر پنجوتا وویل چې عالي محکمه به د چهارشنبې په ورځ دا قضیه واوري.

د لاهور پولیسو د شنبې په ورځ عمران خان له هغه وروسته ونیوه چې د اسلام اباد محکمې هغه د نورو هېوادونو له لوري حکومت ته د ورکړل شویو ډالیو د خرڅولو په تور په دریو کالونو بند محکوم کړ.

د عمران خان وکیل له هغه سره د اټک په زندان کې ملاقات کړی، دا زندان کلک امنیتي تدابېر لري. عمران خان په ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي او ویلي دي چې د قانون خلاف کوم کار یې نه دی کړی.

د نوموړي وکیلانو ویلي دي چې باید د هغه محکومیت ختم او ناقانونه وګڼل شي. دوی همدغه راز له محکمې غوښتي دي چې عمران خان ته برائت ورکړي ځکه چې د هغوی په وینا خان په قانونه توګه نیول شوی دی.

عمران خان او د هغه د تحریک انصاف ګوند مقامات وايي چې خان د اوسني صدراعظم شهباز شریف د حکومت د سیاستونو قرباني دی، خو اسلام اباد دا ادعا ردوي.

شهباز شریف تېرکال د پارلمان له لوري د عمران خان له سلب صلاحیت وروسته د پاکستان صدراعظم شو. هغه ویلي دي چې د پارلمان د پنځه کلنې دورې له بشپړېدو وروسته به واک پرېږدي.

د پاکستان د اساسي قانون په اساس، د پارلمان له پنځه کلنې دورې له پوره کېدو وروسته، واک سرپرست حکومت ته سپارل کېږي.

شهباز شریف ویلي چې همدا کار به وکړي. ټاکل شوې چې په پاکستان کې پارلماني انتخاباب کېږي او ویل کېږي چې د شهباز شریف مسلم لیګ ګوند به د عمران خان د تحریک انصاف ګوند سره په سخت رقابت کې وي.

لا معلومه نه ده چې عمران خان به وکولای شي په انتخاباتو کې ګډون وکړي که نه. د پاکستان د موجوده قوانینو په اساس، محکوم شوی کس نشي کولای چې د خپل ګوند مشر شي، انتخاباتو کې برخه واخلي او یا د یوې دولتي ادارې مشري وکړي. خو که د اسلام اباد عالي محکمه د عمران خان محکومیت رد کړي، هغه بیا کولای شي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG