د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان خلکو ته د عمران خان خطاب: له 'مریتوب' څخه تر ازادۍ اعتراض وکړئ


PAKISTAN IMRAN KHAN
PAKISTAN IMRAN KHAN

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د شنبې په ورځ، اګست پنځمه (زمري ۱۴) په یوه دمخه ثبت شوې ویډیو کې د پاکستان خلکو ته په خطاب کې ویلي چې تر نیول کیدو او زنداني کیدو وروسته یې باید تر هغه اعتراض وکړي چې له "غلامۍ څخه ازاد شي".

د عمران دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغې خپرې شوې چې د لاهور پولیسو د پاکستان پخوانی صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر وروسته له هغه ونیو چې د اسلام اباد یوې محکمې هغه د بهرنیو هیوادونو څخه د ډالۍ اخیستو په قضیه کې په درې کاله بند محکوم کړ.

عمران خان په دغه ویډیويي پیغام کې خپلو پلویانو ته په خطاب کې ویلي: "کله چې دا پیغام تاسو ته رسېږي، زه به نیول شوی او په زندان کې یم. یواځنی څیز چې زه له تاسو څخه غواړم دادی چې په خپلو کورونو کې غلي مه کېنئ. دا ټوله مبارزه زما لپاره نه، بلکې خپل ملت چې تاسې یاست، کوم."


د پاکستان پخواني صدراعظم همداشان ددغه هیواد خلکو ته په خطاب کې ویلي چې ''دا مبارزه ستاسو د نسل لپاره ده. که د خپل حق لپاره ونه دریږئ، تاسو به د یو مریي په څیر ژوند وکړئ. پوه اوسئ، مریان ژوند نه لري.''

ښاغلي خان په دغه ویډیویي پیغام کې دا هم ویلي، چې د پاکستان خوب و خیال د "لا اله الا الله" شعار دی او "معنا یې دا ده چې خپل سر پرته له لا اله الا الله څخه بل هیچا ته نه ټيټوو. لااله الا الله، مونږ د یو کس له غلامۍ څخه ژغوري.

د تحريک انصاف ګوند مشر د اسلام په صدر کې د حضرت محمد (ص) کارنامې ته په اشارې سره وويل چې د مسلمانانو پيغمبر د لومړي ځل لپاره په مدينه ښار کې دعدل او انصاف نظام ټينګ کړ. عمران د پاکستان د اوسني حکومت په وړاندې د خپلې مبارزې په اړه وویل: "دا مبارزه د عدالت، ستاسو د حقونو او ستاسو د آزادیو لپاره مبارزه ده. تل په یاد ولرئ چې هیڅوک تاسو ته په بشقاب کې د ازادۍ وړاندیز نه کوي. [د غلامۍ] زنځیرونه پخپله نه لویږي، بلکې هغه باید مات شي."

عمران خان د خپل هېواد له خلکو وغوښتل چې تر هغو خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي تر څو چې خپل اساسي حقونه یې نه وي ترلاسه کړي او په ټاکنو کې د رايې ورکولو له لارې هغه حکومت غوره کړي چې دوی یې غواړي.

دغه پاکستاني سیاستوال همداشان د خپل هېواد اوسنی حکومت «مافیا» بللی او له خپلو پلویانو یې غوښتي، چې حکومت د هغوی له واکه وباسي.

عمران څو ورځې وروسته له هغه ونیول شو چې د راپورونو له مخې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د اګست په نهمه نېټه د دغه هېواد د ملي پارلمان د منحلېدو لپاره چې ددې ارګان د کار له پای ته رسېدو درې ورځې وړاندې دي، ولسمشر عارف علوي ته سپارښتنه وکړي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې ته یوې سرچینې ویلي، چې صدراعظم شهباز شریف دا معلومات په خپل ائتلافي حکومت کې د شاملو سیاسي ګوندونو د ملي پارلمان د غړو سره په یوه میلمستیا کې چې تیره شپه د هغوی په ویاړ د صدرات په ماڼۍ کې جوړه شوې وه شریک کړي دي.

د پاکستان د قوانینو له مخې که ملي پارلمان د خپلې قانوني مودې د پای ته رسیدلو دمخه ړنګ شي نو د پارلمان د ړنګیدو ۹۰ ورځې وروسته باید نوې ټاکنې وشي.

خو د پاکستان د اساسي قانون له مخې که چیرې پارلمان خپله ټاکلې قانوني موده بشپړه کړي نو باید ټاکنې د پارلمان د دورې پای ته رسیدلو ۶۰ ورځې وروسته ترسره شي.

امریکا غږ ته سرچینو ویلي، چې پخواني صداعظم عمران خان ددې پریکړې په خلاف د بیا غور لپاره د شنبې په ورځ خپل غوښتنلیک د اسلام اباد عالي محکمې ته سپارلی دی، خو د اسلام آباد عالي محکمې د هغه غوښتنه رد کړې ده.

پخواني صدراعظم عمران خان د اسلام اباد د لومړنۍ محکمې د قاضي همايون دلاور په اړه اندیښنه ښودلې وه او د اسلام اباد عالي محکمې څخه یې غوښتنه کړی وه، چې دغه قضيه دې د همايون دلاور د دیوان څخه یو بل دیوان ته انتقال شي.

خو د اسلام اباد عالي محکمې د هغه دا غوښتنه رد کړه. د رپورټونو له مخې عالي محکمې ويلي و، چې د قضيو نورو دیوانونو ته انتقالیدل په محکمو د باور کمیدو سبب ګرځي.

عمران خان دوه شپې وړاندې په يوه وينا کې هم دده په قضیه کې د اسلام اباد د لومړنۍ محکمې د قاضي همايون دلاور د بیطرفۍ په اړه اندیښنې څرګندې کړې وې.

د روان کال د مۍ د میاشتې په نهم د پاکستان د احتساب د ملي ادارې "نیب" له خوا د مالي غبن په قضیه کې د عمران خان د نیولو وروسته د پاکستان په ټولو ښارونو کې د تحریک انصاف د ګوند د مشر د نیولو په خلاف لاریونونه وشو، چې په ترڅ کې یې یو شمیر پوځي او دولتي تاسیساتو ته زیان ورسید.

له دې مظاهرو وروسته، چې د تحریک انصاف د زرګونو پلویانو د نیول کیدو او د ځینو مشرانو د استعفا لامل شو، عمران خان، د مې په ۱۲مه (د غويي ۲۲) په ضمانت خوشې شو او له درې ورځو توقیف وروسته کور ته ستون شو.

د پاکستان پخوانی صدراعظم چې له ۱۵۰ تورونو سره مخامخ دی، څو ځلې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې محکمې ته حاضر شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG