د لاس رسي وړ اتصالات

نقوي: په پاکستان کې وروستي ځانمرګي بریدونه افغانانو کړي


د پاکستان حکومت د پنجشنبې په ورځ (نومبر۱۳) ادعا وکړه چې په دغه هېواد کې وروستي ځانمرګي بریدونه د «افغانانو له لوري» شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د خپل هېواد پارلمان ته وویل چې د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د یوې محکمې په مخکې په ځانمرګي برید کې او تر دې یوه ورځ مخکې په یو پوځي ښوونځي باندې ځانمرګي برید کې د افغانانو دخالت د پاکستان لپاره «لویه او جدي اندېښنه» ده.

طالبان، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهېسې په افغانستان کې خپل حکومت لري، د نقوي د دغو څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې په دا ډول بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي: «موږ ډېرې پېښې لرو، چې په کې د داعش-خراسان څانګې په ضد عملیاتو کې یو شمېر پاکستانیان وژل شوي دي.»

د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د یوې محکمې په مخکې یو ځانمرګی برید وشو، چې په کې ۱۲ تنه وژل شوي او حد اقل ۲۷ نور ژوبل دي.

یو بل ځانمرګی برید بیا په جنوبي وزیرستان کې په یو پوځي ښوونځي کې وشو، چې درې تنه ووژل شول.

بریدګر له برید وروسته ښوونځي ته ننوتل او ۲۴ ساعته یې د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره جګړه وکړه. پاکستاني مقامات وايي بریدګر اووه تنه وو او ټول ووژل شول.

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي دي چې د هغوی حکومت باور لري چې د مذاکراتو له لارې له پاکستان سره ستونزې حل کولای شي.

په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ روابط خراب شوي دي. تېره میاشت د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړې کې لسګونه پوځي او ولسي خلک ووژل شول.

د پاکستان مقامات همدغه راز ادعا کوي، چې هند په افغانستان کې د دېره پاکستاني او غیر پاکستاني اورپکو ننګه کوي، خو د هند حکومت دا ادعا رد کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG