د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني هندوان: سخت دریځه مسلمانانو مو د معبد جوړیدو مخه نیولې


پاکستاني هندوان وایي حکومت په اسلام آباد کې د یو معبد د جوړیدو پروژې ته پیسې منظورې کړي، خو اسلامپاله مشران او سخت دریځه سیاستوال یې مخنیوی کوي او وایي چې د معبد په جوړیدو باندې د دولتي پانګې لګول په پاکستان کې د اسلامي عقیدې خلاف دي.

د پاکستان د هندو اقلیت غړي وایي د معبد درلودل د دوی اساسي او دیني حق دی او ژمنه یې کړې چې که حکومت یې ملاتړ ونکړي په شخصي لګښت به یې جوړ کړي.

د پاکستان په پارلمان کې د بشري حقونو سکرټر او د هندوانو د ټولنې غړي لال چند ملهي د امریکاغږ ته ویلي چې د پاکستان صدراعظم عمران خان د هغه په غوښتنه ۱۰۰ میلیونه پاکستانۍ روپۍ دغې پروژې ته منلي دي.

هغه وویل چې د شري کرشنا معبد به درمسال، هندوسوزان او د پاکستان څلور میلیون هندوانو ته یو ټولنیز مرکز ولري.

ددغې ودانۍ د جوړیدو کار د جون په ۲۲ پیل شو، خو د جولای په لومړۍ نیټه د مختلفو مدرسو اسلامي مشرانو په یو خبري کنفرانس کې د هغه د جوړولو سره مخالفت وکړ.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند ژمنه کړې چې ددې معبد جوړیدو ته به اجازه ورنکړي.

ددې ګوند مشر مولانا عبدالمجید ګواښ کړی چې که حکومت په اسلامي هیواد کې د درمسال جوړیدو ته اجازه ورکړي د سخت غبرګون سره به مخامخ شي.

د پاکستان حکومت په محکمه کې ددغې ودانۍ د جوړیدو پر ضد د دعوا له درج کیدو وروسته ساختماني چارې او ځانګې شوې بودجه په موقتي توګه بنده کړې ده.

د بشري حقونو د دفاع ډلو لکه د بشري حقونو د څار ډلې او د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان د سخت دریځو اسلامي مشرانو اقدام توپیري ګڼلی او د پاکستان له حکومت نه یې غوښتي چې ددې معبد د جوړیدو کار دې سمدستي بیرته پیل کړي.

XS
SM
MD
LG